د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

"افغانستان کې ۹ میاشتو کې څه باندې یو میلیون ماشومان په سینه بغل ناروغۍ اخته شوي"


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روان میلادي کال له لومړۍ میاشتې نه تر نهمې پورې څه باندې یو میلیون او ۲۰۰ زره ماشومان د سینه بغل په ناروغۍ اخته شوي دي.

د ماشوم د روغتیا د ځانګړي روغتون "اندرا ګاندي" مسوولین وايي، د دغې ناروغۍ عمده لامل، ککړه هوا ده .

په دې روغتون کې پر سینه بغل او تنفسي ناروغیو لسګونه اخته کسان نوبت ته منتظر دي چې خپل ماشومان ډاکټر ته وښيي.

یما دوه ماشومان د درملنې لپاره راوستي دي. هغه وویل: "د زوی مې سږي ستونزه لري، ټوخیږي. پر زوی سربیره وراره مې هم د سینه بغل په ناروغۍ اخته دی. دا مې هم راوستی. په کور کې درې څلور ماشومان لرو چې هریوه یې یو ځل یا دوه ځله دغه ناروغي تېره کړې ده. زما خپل ماشوم له یوې نیمې میاشتې راهیسې سینه بغل دی او تراوسه نه دی ښه شوی."

یما وایي، د کابل هوا مناسبه نه ده او ماشومانو یې ناروغان کړي.

کابل د نړۍ په کچه د ککړې هوا لرونکو ښارونو له ډلې دی.
کابل د نړۍ په کچه د ککړې هوا لرونکو ښارونو له ډلې دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د څار او ارزونې د برخې رییس عطاءالله سیدزي ازادي رادیو ته وویل، د ۲۰۱۹ میلادی کال له لومړۍ میاشتې تر نهمې پورې د سینه بغل په ناروغۍ د اخته ماشومانو شمیر یو میلیون او ۲۰۰ زره و.

ښاغلي سیدزي وویل: "دغه ناروغي ویروسي او په ټوله کې مکروبي ده. په خواشینۍ سره په افغانستان کې د ماشومانو ناروغي ده ".

د هغه په خبره، اوس د افغانستان په هرو زرو ماشومانو کې ۴۹ مخکې له دې چې پنځه کلنۍ ته ورسیږي، د ناروغۍ له امله مري .

خو ښاغلی سیدزی وايي، دا په ۲۰۰۲ کال کې په هرو زرو ماشومانو کې ۲۵۷ وه.

د ماشومانو د ناروغیو متخصصین، د سینه بغل د ناروغۍ عمده لاملونه سړه او ککړه هوا ګڼي.

د اندراګاندي د روغتون امر اسدالله سادات ازادي رادیو ته وویل:

"په وروستیو کې چې ډیرې پیښې دغه روغتون ته راجع شوي، ترډېره حده د هغو ماشومانو په برخه کې دی چې عمرونه یې له پنځو کلونو ټیټ دي. دوی ککړې هوا زیانمن کړي. دوی د پورتني تنفسي طرق او بیا د سږي په ناروغیو اخته دي چې سینه و بغل بلل کیږي. موږ ددې ډیرې پیښې لرو."

په ورته وخت کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د وروستۍ سپارښتنې له مخې يې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره جدي تصمیمونه نیولي دي.

ددغې ادارې د اطلاعاتو د برخې مسوولې لیلا ساماني وايي: "ولسمشر عملي اقدامات غواړي. په دې کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت برخه اخیستې چې عامه پوهاوی ورکړي. البته دا کار به د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې، ښاروالۍ او عامې روغتیا په مرسته وکړي چې هم د وقایې په برخه کې او هم د هوا د ککړتیا په کمولو کې کارونه ترسره شي."

بلخوا ډاکتران وايي، پرسینه بغل او تنفسي ناروغیو د ماشومانو د اخته کیدو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې کورنۍ خپل چاپیریال او ماشومان پاک وساتي، په تودو اوبو د کوټې فضا نمنجه او د ماشومانو خوړو ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG