د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

″د افغانستان د خښتو په بټیو کې ډېري کارکوونکي ماشومان دي″


“ای. اېل. او” یا د کارنړیوال سازمان په یوې سروې کې ویلي، چې د افغانستان د خښتو په بټیو او فابریکو داسې ماشومان کار کوي چې عمرونه یې له اتلسو کالو ټیټ دي.

راپور وایي، د افغانستان په ځینو ولایتونو کې، د خښتو په بټیو او فابریکو کې د ماشومانو شاقه کارونه، د دوی پر جسمي او ذهني وضیعت ناوړه اثر غورځولی شي.

راپور وایي، دوی د افغانستان په ځینو ولایتونو کې، د خښتو په بټیو او فابریکو کې داسې ماشومان ولیدل، چې عمرونه یې د څوارلسو او اتلسو کلونو په منځ کې دي او یو لړ زړه بګنوونکي شاقه کارونه ترسره کوي.

د “ای. اېل. او” یا د کارد نړیوال سازمان استازیو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د راپور د تشریح کولو پر مهال وویل، دا یوه زیان رسوونکی وضیعیت دی او په کار ده، چې مخنیوی ته یې تدابیر ونیول شي.

د دې سازمان یوه استازی ″هیرب برجر″ وویل:

″د ماشوم د کار مساله یوه ستونزه او په دې هېواد کې یو لوی ګواښ دی.

اړ یو چې د ماشومانو دې ستونزې ته لومړیتوب وکړو، د ماشومانو اساسي ستونزه باید درک او حل ته یې لارې ولټول شي.

اوس مو پیل کړه او پلان لرو، چې د افغان ماشومانو دغه ناوړه وضعیت ته پام وکړو.″

د “ای. اېل. او” د سازمان یوې غړې ″سارا کریمیر″ چې په دې سروې کې یې عملي برخه اخیستې وویل، چې دا سروې د ننګرهار ولایت او د کابل د ده سبز په ولسوالۍ کې د خښتو په بټیو او فابریکو کې د هغو ماشومانو د کار په اساس جوړه شوې، چې له غټانو سره اوږه په اوږه په اوونۍ کې اویا ساعته شاقه کارونه کوي او په ټوله ورځ کې، غټان اوه او ماشومان څلور ډالره هم نه شي ګټلی.

راپور وایي، د خښتو په دې بټیو او فابریکو کې، شپږ پنځوس فیصده هغه هلکان او نجونې کار کوي، چې عمرونه یې اتلس کلنې رسیږي او اوه څلویښت فیصده یی هغه نجونې او هلکان دي، چې ایله څوارلس کلن شوي دي.

راپور وایي، دا هغه ماشومان دي، چې په دې شاقه کار له اوه کلنۍ او اته کلنۍ راهیسې بوخت شوي دي. په دوی کې یوازې پنځلس فیصده کولی شي، چې له کار سره سره، ښوونځي ته هم لاړشي.

راپور زیاتوي، چې په دوی کې داسې کورنۍ هم شته، چې له شلو کالو راهیسې حتی د مهاجرت په دوران کې هم په همدې فابریکو کې په کار بوختې وې.

میرمن سارا داهم وویل، د خښتو د بټیو دا کارګران د فابریکو له خاوندانو سره ځانګړې اړیکې لري او د روغ رنځور، مړي، ژوندي او ښادي خوشالي په خاطر ترې مخکې له مخکې پورونه هم اخلي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار موندنې د برخې مرستیال خیر محمد نیرو وویل، دوی په مجموع کې د کار موندنې لپاره یولړ پروګرامونه ترتیب کړي او هڅه کوي، دا پروګرامونه نورهم پراخ او کوټلي کړي:

″د کار او ټولنیزو چارو او شهیدانو او معلولینو وزارت به د مناسبو پالیسو په جوړولو کې د دې راپور له ارقامو څخه ګټه واخلي.

دې ته به لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونه ترتیب او د دولت د نورو ارګانونو او نړېوالې ټولنې په مرسته به یې عملي کړو.″

سربیره پردې چې، د خښتو په بټیو او فابریکو کې کم عمره ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي. د بشر د حقونو خپلواک سازمانونه او یوشمېر کورنۍ او بهرنۍ موسسې وایي، چې په دی هیواد کې له ماشومانو څخه د مخدرو موادو په قاچاق، جنګ او نور غیراخلاقی چارو کې هم کاراخیستل کېږي.

کارپوهان وایي، هغه افغان ماشومان چې بیوزلو کورنیو پورې اړه لري، نن سبا له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي او دولت او بهرنیو موسسو ته په کار ده، چې د روانې ستونزې حل ته تدابیر جدي کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG