د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

په غالیو اوبدلو کې دې د ماشومانو له استخدامولو ډډه وشي


د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د غالیو د صنعت ودې او صادراتو ته به اسانیتاوې برابرې کړي؛ خو د غالیو له تولیدونکو شرکتونو څخه غواړي چې په دغه صنعت کې د ماشومانو له استخدامولو ډډه وکړي.

پر بېلابېلو ستونزو سربېره د غالۍ اوبدلو په صنعت کې له ماشومانو څخه کار اخیستل هغه څه دي چې اوس ورته د افغان چارواکو پام شوی او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیرهمایون رسا وایي؛ د غالیو د صنعت پراختیا ته پلانونه لري؛ خو او هڅه یې دا ده چې بهرنیو هېوادونو ته د افغان غالیو صادرات زیات کړي.

ښاغلي رسا د سه شنبې په ورځ د قالینو د صنعت په اړهپه یوې غونډه کې تاکید وکړ چې د دې صنعت فعالان دې د بشر د حقونو د نړېوال سازمان نورمونه په پام کې ونیسي او په غالیو اوبدلو کې دې د ماشومانو له استخدامولو ډډه وکړي:

"زموږ د هېواد غالۍ په سیمه، اروپا او امریکا کې ښه مارکیټونو لري؛ تجارتي اخلاق او ټولنیز مسوولیتونه ایجابوي چې د کارګرو او کارکوونکو وضعیت ته پام وشي. په دې صنعت کې د ماشومانو استخدامول کېدای شي د بشر د حقونو د اصولو په اساس د غالیو پر مارکیټونو ناوړه اثر وکړي."

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې په تېر لمریزکال کې د نوي میلیونو ډالرو په ارزښت؛ شاوخوا اته لکه او پنځوس زره متره مربع غالۍ بهر ته صادرې شوې دي؛ حال دا چې پخوا تر دې دا کچه یو څه لوړه وه.

اوس د سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې د غالیو د صادراتو کچه بیا لوړه کړي؛ په همدې هدف د قالینو د تولیدونکو او صادرونکو د ټولنې او د ترکیې د ترکش هوایي شرکت ترمنځ یو تړون هم لاسلیک شو.

د ترکش ایرلین رییس احمد روستاش ژمنه وکړه چې د تړون له مخې به افغان غالۍ؛ د نړۍ دوه سوه نهه نوي سیمو ته په لږ وخت او ارزانه بیه رسوي.

د سوداګری او صنایعو وزارت وايي؛ د غالیو اوبدلو په صنعت کې څه باندې دوه میلیونه خلک په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه په کارونو بوخت دي.

سربېره پر افغان چارواکو د "ګوډ وېب" د موسسې چارواکو هم ژمنې وکړي چېد دې صنعت له پراختیا سره به مرسته وکړي؛ خو دوی هم په دې صنعتکې د ماشومانو پر نه استخدامولو ټینګار وکړ.

سره له دېچې مسوولینو دا ونه ویل چې اوسمهال د غالیو اوبدلو په صنعت کې څومره ماشومان کار کوي؛ خو د فرزام د غالۍ اوبدلو د شرکت ریيس احمد هادي فرزام ازادي راډیو ته وویل؛ د دې صنعت په کارګرانو کې کابو پنځه ویشت فیصده ماشومان دي:

"که یو میلیونو کارګران وښيو شل یا پنځه ویشت فیصده یې ماشومان دي؛ په شرکتونو کې نشته، خو دغه شرکتونه په کلیو کې کورنیو ته کار ورکوي او کورنۍ له خپلو ماشومانو کار اخلي. ترڅو چې د کورنیو اقتصاد ښه نه شي؛ ناممکنه ده چې ماشومان له دې کاره منع کړای شي."

د غالیو تولیدونکو د برښنا، ځمکې او زیربناو نشتوالی ته هم اشاره وکړه. خو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ژمنه وکړه چې د دې ستونزو اوارۍ ته به هڅې تېزې شي.

پخوا تر دې د غالیو اوبدونکو دا انتقاد هم کړی و چې افغان غالۍ د پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو په نوم د سیمې او نړۍ هیوادونو ته صادریږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG