ډيجيټل ژورنال:
ډيجيټل ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د دوشنبې د ورځې غونډې ته پام اړولی.
ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بېنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۳مې کلنۍ غونډې ته په خبرو کې له هېوادونو وغوښتل چې "جنسیتي توپیرپالنه یا جنسیتي اپارټاید" دې یو نړیوال جرم وګڼي چې د ده په وینا دا به له دې سره مرسته وکړي چې طالبان د افغان ښځو پر وړاندې د جدي او سیستماتیک ناوړه چلند حساب ورکونکي وبلل شي.
د فرانس پرس په راپور کې چې دې ورځپاڼې خپور کړې، ویل شوي چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې چې د افغانستان پخوانی حکومت نسکور او طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د طالبانو چارواکو د شریعت یو سخت قانون جاري کړی چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تلو منع کړي، ښځینه کارکوونکې یې له ډېرو دولتي ادارو څخه ایستلې، له نارینه خپلوانو پرته یې له سفر څخه منع کړي او هغوی ته یې امر کړی، چې له کوره بهر دې حجاب واغوندي.
وړاندې په دې راپور کې راغلي چې ریچارډ بېنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خبرو کې وویل: "موږ ته پکار ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړونو سترګې پټې نهکړو."
هغه همدارنګه ویلي، د طالبانو کړنې د 'جنسیتي توپیرپالنې' په چوکاټ کې له بشریت ضد جنایت سره انډول بلل کېدای شي.
په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک هم په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اندېښنه وښوده او ویې ویل چې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو بشري حقونو له پامه غورځولي دي.
وار ان د راکس:
له امریکا خپرېدونکې وار ان د راکس انټرنېټي خپرونې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې پر زیانونو یوه لیکنه خپره کړې ده.
وار ان د راکس لیکي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱ د امریکا وروستۍ الوتکه د کابل له هوایي ډګره والوته او په دې هېواد کې یې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه په شرموونکې توګه پای ته ورسوله.
د خپرونې په وینا، له هغه مهال راهیسې افغانستان په چټکۍ سره د امریکا له نظره لوېدلی دی.
خپرونه وړاندې لیکي، د افغانستان سقوط، په ځانګړې توګه له ګډوډۍ سره مل د تخلیې د عملیاتو ماهیت او د لسګونو زره افغان متحدینو پرېښودل چې د افغانستان په زرګونو تجربه کاران یې له پخواني خو په لویه کچه هیر شوي رواني روغتیايي وضعیت سره چې هغه یې روحیاتي صدمه یا زیان بللی، مخ کړي دي.
د خپرونې په لیکنه دغه وضعیت د افغانستان د جګړې پر سابقه لرونکو امریکایي پوځیانو هم له رواني پلوه اغېز کړی او زیاتوي که د دې ستونزې د حل لپاره ګامونه پورته نهشي، پایله به یې یو ناراضه نفوس وي چې د رواني روغتیا د اختلالاتو، له مخدره توکو ناوړه ګټه اخیستنې، زنداني کېدو او د افراطي مفکورو د خپلولو له خطرونو خوندي نه وي.