د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

ايرو ايشيا ريويو: افغان ځوانان د سولې او فرصتونو له نشتوالي سر ټکوي


ارشیف: د تېر نظام په ننګه د یو شمېر افغان ځوانان د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: د تېر نظام په ننګه د یو شمېر افغان ځوانان د اعتراضیه غونډې انځور

ایرو ایشیا ریویو:

ایرو ایشیا ریویو خپرونې په یوه لیکنه کې په افغانستان کې د ځوانانو ستونزو ته پام اړولی او لیکي، د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق په حواله د افغانستان د نفوس اکثریت هغه ځوانان دي چې عمرونه یې له ۲۵ کلونو کم دي او دوی د هېواد د ټول نفوس څه کم ۶۴ سلنه جوړوي.

د خپرونې په لیکنه په تېرو کلونو کې چې دا هېواد په په جګړو کې ښکېل و ځوانانو هم د دولتي ځواکونو چې له طالبانو سره یې مخامخ جګړه کوله، ډېره برخه جوړه کړې وه.

د ایرو ایشیا په لیکنه نن ورځ دغه ځوانان د سولې او فرصتونو له نشتوالي سر ټکوي.

ډېری یې دندو، تعلیم او روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري.

ایرو ایشیا ریویو لیکي، مسئله دا ده چې نه طالبان چې اوس پر افغانستان واکمن دي، هغوی غواړي او نه هم ځوانان دې ته زړه ښه کوي چې د کار لپاره له غوښتنلیکونو سره خپل کاري سوابق هغوی ته وړاندې کړي.

د مقالي لیکوال په یوه برخه کې په تېره د ځوانانو د هغې زیان‌ګالې ډلې د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کوي چې په تېر کې یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د طالبانو ضد جګړو کې برخه اخیستې ده.

ريليف وېبپاڼه:

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا په ریلیف ویبپاڼه کې په افغانستان کې د اپرېل د میاشتې د بېړني وضعیت په اړه راپور کې په دې هېواد کې روغتیایي وضعیت ته پام اړولی.

وېبپاڼه لیکي، د روغتیا نړیوال سازمان او روغتیایي شریکانو یې د روان ۲۰۲۳ کال په اپرېل میاشت کې د ثابتو او ګرځنده روغتیايي مرکزونو له لارې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړی دی.

په دې هېواد کې د روغتیا د نړیوال سازمان په ملاتړ مرکزونو نږدې پنځه لکه او ۸۸ زره کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

نږدې لس زره د جسمي ټپونو لرونکو ناروغانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې شوي او له درملنې وروسته دا ډول نږدې ۳۹ نیم زره ناروغانو ته د رغېدو خدمتونه وړاندې شوې دي.

ریلیف ویب وړاندې لیکي، د روغتیا د نړیوال سازمان له‌خوا په جنوبي حوزه کې د حادې تنفسي انتاني ناروغۍ، په ختیځه حوزه کې د ډینګې تبې او په مرکزي سیمه کې د حادې نس ناستې د ناروغیو په برخه کې ۲۴۱ روغتیایي کارکونکو ته روزنه ورکړل شوې ده.

دغه راز ویل شوي چې 'ډبلیو ایچ او' په اپرېل میاشت کې څه کم دېرش ټنه طبي او غیرطبي وسایل په ۳۴ ولایتونو کې ۱۶۷ روغتیایي مرکزونو ته ورکړي چې، له یو نیم ميلیون زیاتو کسانو ورڅخه ګټه اخیستې ده.

خو د ریلییف ویب په لیکنه د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې د روان م کال د ډسمبر میاشتې تر پایه به د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د ۲۰۵ مرکزونو د ملاتړ لپاره د پیسو له زښت زیات کمښت سره مخامخ وي او ویل شوي چې د بسپنه ورکوونکو ملاتړ د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو د دوام د یقیني کولو لپاره مهم دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG