د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

د بشري حقونو نقض؛ طالبانو په دې تړاو د 'ریچارډ بېنیټ' راپور ته غبرګون وښود


په کابل کې د ښځینه معترضانو د لاریون یو انځور. May 10 2022
په کابل کې د ښځینه معترضانو د لاریون یو انځور. May 10 2022

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنیټ راپور له حقایقو سره سر نه خوري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د پرونۍ غونډې او په دې غونډه کې د طالبانو په اوسني رژیم د بشري حقونو د نقض له امله د سختو نیوکو وروسته، د طالبانو حکومت په دې اړه غبرګون ښودلی.

د بشري حقونو شورا په غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصانو او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

دوی دا هم وویل چې له ښځو سره عمیق او بنسټیز شوی سیستماتیک تبعیض د طالبانو په باور او حاکمیت کې نغښتی دی چې دې کار دا اندېښنې زیاتې کړې او ممکن هغوی د جنسیتي اپارتاید مسوول وي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر دې هم ټینګار وکړ چې د طالبانو د محدودونکو اقداماتو په ځواب کې باید نړیواله ټولنه د افغان ښځو کلک ملاتړ وکړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن سهار په خپله ټویټرپاڼه دې څرګندونو ته په ځواب کې لیکلي، د ملګرو ملتونو او ځینو نورو لوېدیځو بنسټونو او حکومتونو له ادرسه د 'اسلامي امارت' په ضد پراخ پروپاګند روان دی.

هغه زیاته کړې: "د افغانستان د وضعیت په اړه د ریچارډ بېنیټ راپور د همداسې پروپاګند برخه ده چې له حقایقو سره سر نه‌خوري."

ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې پلي قوانین اسلامي بللي او ادعا یې کړې چې پرې اعتراض له اسلام سره ستونزه ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند داسې مهال په افغانستان کې پلی شوی سیاست اسلامي بولي چې د روان کال د اپرېل په ۱۸مه د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي محمد ال‌عیسی د طالبانو له لوري له زده‌کړو او کاره د نجونو او ښځو راګرځول د اسلامي شریعت خلاف عمل بللى و.

هغه په یوه مرکه چې په خپل ټویټر یې خپره کړې وه ویلي وو، چې د مکې مکرمې د منشور پر بنسټ، زده‌کړې او کار د ښځو شرعي حقونه دي.

د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي زیاته کړې وه، یاد منشور د اسلامي شریعت او د دیني عالمانو د اجماع پر بنسټ لیکل شوی او له مخې یې د ښځو هویت باید تر پوښتنې لاندې رانه‌وستل شي.

محمد ال‌عیسی دا هم ویلي و چې تر ټولو ستره او خطرناکه خبره دا ده چې د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار سره د مخالفت نظریې ته د اسلامي شریعت نوم ورکول کېږي چې دا خورا خطرناک عمل دی.

د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي د خپلو خبرو په یوه برخه کې دا هم ویلي وو، ښځې د زده‌کړو، سیاست او ټولنیزو فعالیتونو حق لري.

دا په داسې حال کې ده چې بر عکس طالبانو د خپلو وضع کړو سیاستونو پر بنسټ، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونه تړلي او د هغوی په کار او هر ډول سیاسي او ټولنیز فعالیت یې بندیز لګولی.

له دې وړاندې د اسلامي نړۍ ۵۷ مسلمان هېوادونه هم د طالبانو له لوري له زده‌کړو او کار څخه د ښځو منع کولو سره مخالفت ښودلی و.

خو د طالبانو اوسنی حکومت له دې ټولو سره سره، بیا هم خپل دریځ نه‌دی بدل کړی او د ټولې اسلامي نړۍ بر خلاف یې په افغانستان کې په نجونو او ښځو داسې بندیزونه او محدودیتونه لګولي چې د معترضو نجونو او ښځو له قوله، د دوی ورځنی ژوند یې متاثره کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG