د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

مدافع سازمونونه: د امريکا کانګرس دې د افغان کډوالو د مېشتېدو قانون تصويب کړي


ارشیف: د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور
ارشیف: د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور

په امریکا متحده ایالتونو کې د کډوالۍ مدافع سازمانونو د امریکا له کانګرس غوښتي چې د افغانانو د مېشتولو قانون تصویب کړي.

عبدالواسع صافی یو پخوانی افغان پوځي دی چې د امریکا په تکزاس کې لنډمهالی مېشت شوی.

دی چې د مکسیکو له پولې امریکا ته اوښتی له اسوشېټېډپرېس اژانس سره په خبرو کې وايي خپلې راتلونکې ته سخت اندېښمن دی.

نوموړي ويلي: "زه د خپل ژوند په وېره کې یم. د راتلونکې په اړه مې نه‌پوهېږم. زه نه‌پوهېږم چې دا حکومت او امریکا متحده ایالتونه له ما سره څه کوي."

واسع صافی وایي، ګڼې روغتیايي ستونزې ورته پیدا شوي.

هغه وايي: "ښي خوا غوږ مې نیمايي نه اوري. زه ۲۷ کلن یم. خو د اورېدو قوه مې کمزوره شوې ده."

خو دا یوازې واسع صافی نه‌دی چې په امریکا کې د دایمې هستوګنې چارې یې ټکنۍ او نامعلومې دي.

د امریکا کانګرس
د امریکا کانګرس

څه وخت مخکې د افغانستان د ملي امنیت د پخوانۍ صفر یو قطعې یوه د غړي تابش څرګندونو هم د ډېرو خلک پام ورواړاوه.

هغه واشنګتن پوسټ ته ویلي وو، دواړه پښې یې په جګړه کې پرې شوې او دا تمه یې درلوده چې امریکا ته په راتګ سره به د یوه اتل په څېر هرکلی ترې وشي خو اوس د کډوالۍ ورو او بیروکرات سیستم ډېر ناهیلی کړی او کله کله ان د ځانوژنې سوچ ورلوېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې خپل څه باندې ۹۷ زره افغان همکاران او د هغوی کورنۍ له افغانستانه وایستلې.

دوی ته په لومړي سر کې د دوو کلونو لپاره د لنډمهالې هستوګنې د بشري پروګرام په چوکاټ کې د مېشتېدو اجازه ورکړل شوه.

سره له دې چې د امریکا د کورني امنیت/کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د افغان کډوالو د لنډمهالې هستوګنې پروسه د دوو نورو کلونو لپاره غځولې، خو د کډوالۍ ملاتړي سازمانونه وایي، باید د افغانانو د دایمي هستوګنې غم وخوړل شي.

د بشري حقونو ملاتړي سازمان هیومن رایټس فرسټ او د امریکا د بشري حقونو شورا ویلي د کډوالۍ بشري پروګرام لنډمهالی دی او سخته اړتیا یې ده چې د هغوی د دایمي مېشتولو په اړه قانون تصویب شي.

هیومن رایټس فرسټ په دې اړه یو کمپاین پیل کړی او د کانګرس له غړیو یې غوښتي چې د افغانانو د مېشتولو قانون ژر تر ژره تصویب کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې خپل څه باندې ۹۷ زره افغان همکاران او د هغوی کورنۍ له افغانستانه وایستلې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې خپل څه باندې ۹۷ زره افغان همکاران او د هغوی کورنۍ له افغانستانه وایستلې.

دا اندېښنه هم ښودل شوې چې د قانون د نه تصویب په صورت کې به دا خلک د دایمي هستوګنې لپاره اړ وي چې عادي غوښتن‌لیکونه وسپاري چې کلونه وخت پرې لګېږي او ډېره پېچلې اداري پروسه ده.

د بشري حقونو دا مدافع سازمان وایي، د پناه غوښتنې د دوسیې د منل کېدو لپاره داسې سندونو ته اړتیا ده چې ښکاره کړي د یو چا ژوند په خپل هېواد کې په سخت خطر کې دی.

د دغه سازمان په خبره دغو افغان کډوالو ته له خپل هېواده د تېښتې پر مهال سپارښتنه شوې وه چې داسې سندونه ټول له منځه یوسي.

امریکا ته د لسګونه زره افغانانو له انتقال سره سم هڅې پيل شوې چې د دوی د دایمې مېشتولو قانون تصویب شي، خو د کانګرس ځینو غړیو په تېره جمهوري غوښتونکو ورسره کلک مخالفت وښود.

د کانګرس ځینو دغو غړیو د خپل مخالفت دلایل د امریکا ملي امنیت ته احتمالي پېښېدونکي ګواښونه او د انتقال په پروسه کې نیمګړتیاوې یادې کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG