د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

ریچارډ بېنیټ په لغمان کې د طالبانو له‌خوا د یوه کس اعدام 'ظالمانه او غیرانساني' وباله


د افغانستان د بشری حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د افغانستان د بشری حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

د افغانستان د بشری حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ د طالبانو د حکومت له خوا په لغمان ولایت کې د اعدام تطبیق 'ظالمانه او ناانساني' بولي.

طالبانو د روانې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ په لغمان ولایت کې د محمد اجمل په نوم یو کس د یوې کورنۍ د پنځو غړو د وژلو په جرم په عام محضر کې اعدام کړ.

ریچارډ بېنیټ له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې ملګري ملتونه د طالبانو دغه عمل غندي.

بنېټ وايي چې شرعي قوانینو ته بې احترامي نه کوي، خو داسې مسایل شته چې په بشپړه توګه د دې اعدامونو خلاف دي: "موږ د شرعي قوانینو بې احترامي نه کوو، خو داسې مسایل شته چې نه یوازې قانوني مراحل او نړیوال بشري حقونه په کې په پام کې ونیول شي چې له دې بهیر سره مرسته کوي، بلکې په بشپړه توګه د دې اعدامونو خلاف دي. ایا محکمه په سمه توګه دایره شوې؟ په سم ډول څېړنې شوي او نور مراحل په پام کې نیول شوي دي؟"

د افغانستان د بشری حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی دغه راز وايي چې "دا یوازې د غیر قانوني اعدامونو یوه بېلګه ده، شکنجو، خپلسري نیولو، له اعتراض کوونکو سره ناوړه چلند، د مدني ټولنې له فعالانو او مدني ټولنې سره د ناوړه چلند ډېرې نورې بېلګې هم شته، په ټوله کې د مدني ټولنې محدودول او محدودیتونه شتون لري".

که څه هم د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د وروستیو څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت غبرګون نه دی ښودلی، خود روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا کې بینيت په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو له امله د طالبانو پر اوسني حکومت سختې نیوکې وکړې. چې د طالبانو د حکومت له خوا د دوی په ضد پروپاګند وبلل شول.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد تطبیق شوي قوانين اسلامي بولي او ادعا کوي چې پر ضد یې اعتراض له اسلام سره ستونزه ده.

د ملګرو ملتونو دغه استازي د اکټوبر په میاشت کې افغانستان ته د وضعیت د ارزونې په موخه سفر کړی و او له طالب چارواکو سره یې پر خبرو سربېره په یو شمېر ولایتونو کې د افغانستان د مدني ټولنې له غړو او عامو خلکو سره هم وکتل.

هغه وايي، طالبانو ته يې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د تامين لپاره ډېر وړانديزونه کړي دي.

خو د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د سې شنبې په ورځ د اجمل په نوم یو تن چې طالبان یې (قصاص) بولي، څنګه عملي شو؟

د دې پېښې یوه عیني شاهد ازادي راډيو ته وویل، چې دی او په زرګونو نورو کسانو د سه شنبې په سهار د طالبانو له خوا د یاد کس د اعدام شاهدان وو.

نوموړي د موضوع د حساسيت او امنيتي ننګونو له امله د نوم د نه افشا کېدو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې يوه طالب له درې مترۍ لرې واټن څخه یاد کس په ډزو وویشته.

هغه زیاته کړه: : "بلاخره لس بجې شاوخوا وې چې بندي کس یې راوسته، ساحې ته یې راوسته، د هغه کورنۍ چې کسان یې وژل شوي وو، ډېر عذرونه ورته وشول، چې معاف یې کړي، چا معاف نه کړ، بیا مشران یې ولېږل. بیا یو مخ پټی کس راغی، هغه یې کېنوه، شپږ که اووه فیر یې ورباندې وکړ او ځای په ځای وویشتل شو."

دا په داسې حال کې دی چې د طالبانو د حکومت له خوا دا دویم اعدام دی چې په عام محضر کې ترسره کېږي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې دوی په شاوخوا ۱۷۵ کسانو د اعدام حکم صادر کړی او عملي کولو ته یې ژمن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG