د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

راپور: تر ډسمبره به نږدې ۸ میلیونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ وي


په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته اړمنې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته اړمنې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

د 'قحطۍ لپاره د لومړنيو خبرداريو د سيستمونو شبکه' وايي، د روان میلادي کال له جون تر ډسمبر میاشتې پورې به له ۷ تر نږدې اته ميلیونو پورې افغانان د خوړو له پلوه له شدید نه خوندیتوب سره مخ وي.

د ختیځ لغمان اوسېدونکی شاکرالله چې اوس په پلازمېنه کابل کې په لاسي کراچۍ مزدودري کوي، وايي، له اقتصادي اړخه له سختو ستونزو سره مخ دی.

دی چې د لس کسیزې کورنۍ مسوولیت ور ترغاړې دی، وايي، د ورځې لس یا دوه سوه افغانۍ پیدا کوي چې د کور ګوزاره یې پرې په ډېرې سختۍ کېږي.

نوموړی وايي: "دغلته کله دوه سوه کله درې سوه کار کوم، خو زما ګوزاره پرې نه‌کېږي، لس نفره فامیل لرم، ماشومان مې له ښوونځي پاتې دي، ځکه کار پرې کوم. پرون مې په ټوله ورځ کې شل روپۍ کار کړی و، هغه بله ورځ بیخي بې‌کاره پاتې وم."

شاکرالله په افغانستان د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې د بشري مرستو غوښتنه کوي.

۱۴ محمد عمر د کابل ښار بل اوسېدونکی دی، چې دا هم لاسي کراچۍ چلوي وايي، پلار یې نه‌شته او خپلې شپږ کسیزي کورنۍ ته ډوډۍ ګټي.

دی هم د خپلو ستونزو غوټه راته سپړي او وايي: "سهار ځم، ماښام راځم، پنځوس یا ۶۰ افغانۍ پیدا کوم، پلار مې نه‌شته، مړی او ژوندی یې ورک دی، شپږ نفره فامیل لرم او نفقه ګټونکی یې یوازې زه یم. له حکومته ډوډۍ غواړم، ځکه موږ ډوډۍ نه‌لرو."

په کابل کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان. Aug. 30, 2022
په کابل کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان. Aug. 30, 2022

په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته بې‌کاري او بې‌وزلي تر بل هر وخت زیاته شوې ده او د دې هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

تازه 'قحطۍ لپاره د لومړنيو خبرداريو د سيستمونو شبکې' FEWS NET ویلي، په افغانستان کې لا هم خلک منظمو او باثباته خوړو ته لاسرسی نه‌لري.

يادې شبکې د جون میاشتې په راپور کې راغلي دي، که څه هم په روانه میاشت کې د افغانستان په ډېری سیمو کې حاصلات راټولیږي او په دې سره د خلکو خوراکي وضعیت ښه کېږي، خو راپور وايي، په هغه سیمو کې چې کرهڼه نه‌کېږي هلته لا هم د لوږې کچه لوړه ده.

د دغه راپور پر بنسټ د لوږې کچه به د روان کال تر ډسمبر میاشت پورې د افغانستان د شمال په وچکالۍ ځپلو سیمو کې ډېره وي.

راپور وايي، په دې موده کې به له ۷ تر نږدې اته ميلیونو پورې افغانان له د خوړو له پلوه له شدید نه خوندیتوب سره مخ وي.

يادې شبکې د افغانستان ترڅنګ په سوډان، ناجیریا، ایتوپیا، کانګو، یمن، سومالیا،هاتي، کینیا، مدګاسکار، انګولیا او د وینزولیا په کرهنیزو سیمو کې د خلکو د اقتصادي وضعیت سروې کړې ده.

په افغانستان کې وچکالۍ هم خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي. October 15, 2021
په افغانستان کې وچکالۍ هم خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي. October 15, 2021

د افغانستان په اړه دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې په ټوله کې د دغه هېوا خلک په ځانګړي ډول د وچکالۍ ځپلو سیمو وګړي له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږې دفتر یا اوچا ویلي، چې افغانستان لا هم له سخت بشري ناورین سره مخ دی.

يادې ادارې لس ورځې وړاندې په یو راپور کې ویلي وو، د دغه هېواد د درېیو څخه دوه برخې خلک د نړیوالې تولنې مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG