د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

طالبان: خصوصي پوهنتونونه دې د ښځينه محصلانو دفاع او اتم سمیستر ازموینې په انلاین بڼه واخلي


په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون انګړ
په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون انګړ

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، ټول خصوصي پوهنتونونه دې له ښځینه محصلانو د مونوګراف دفاع او د اتم سمېستر وروستۍ ازموینې په انلاین بڼه د سږ کال د خزاني سمستر تر پایه پورې واخلي.

په دې اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت مکتوب چې ازادي راډيو ترلاسه کړی په‌کې لیکل شوي، هغه ښځینه محصلانې په دې پلان کې شاملېدای شي چې د وروستي سمستر له ازموینې او یا هم د مونوګراف له دفاع پاتې وي.

په دې مکتوب کې که څه هم ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې دا چاره باید د ۱۴۰۲ کال د خزاني سمېستر تر پایه او په انلاین ډول ترسره شي.

په دې مکتوب کې د دولتي پوهنتونونو او د نورو سمسترونو د ازموینې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د خصوصي پوهنتونو د اتحادیې مسوولین او یو شمېر استادان د دې مکتوب په تاییدولو سره وايي، له دې پرېکړې هرکلی کوي، خو هیله‌من دي چې د تحصیلي لړۍ د دوام لپاره یوه منطقي لاره وپلټل شي.

کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد عبدالصبور غفوري ازادي راډیو ته وايي: "دا د نجونو حق دی، که څه هم منع شوې دي، خو نه باید داسې شوې وای، اوس هم هغه نجونې چې څلور کاله‌ یې زحمت ویستلی او اوس‌ یې دا تصمیم نیولی، دا ښه تصمیم دی. موږ یې هرکلی کوو او خوشحاله یو، خو موږ هیله‌من یو چې منطقي لاره ورته وپلټل شي، باید د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه د تل لپاره خلاص شي."

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون ټولګی. September 7, 2021
په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون ټولګی. September 7, 2021

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د مطبوعاتو رئیس محمد کریم ناصري وایي، د هغه انلاین سیستم له لارې چې پخوا شخصي پوهنتونونو زده‌کړې ترسره کولې، له همغه لارې به له ښځینه محصلینو وروستۍ ازموینه او د مونوګراف دفاع اخیستل کېږي.

ناصري ازادي راډیو ته وايي: "مکتوب له موږ سره رسمي شریک شوی او له ټولو خصوصي پوهنتونو سره، هغه ټولې نجونې چې په اخر سمېستر کې وې او د هغوی تحصیلي لړۍ بنده شوه، هغوی کولای شي په انلاین شکل خپلې ازموینې ورکړي او د چا چې د مونوګراف او تېزس دفاع پاتې ده کولای شي دفاع وکړي، موږ خصوصي پوهنتونونه د زده‌کړو انلاین سیستم لرو، له همغه طریق به دا لړۍ پیلېږي."

د پوهنتون ځینې محصلانې بیا وایي، دا ښه خبر ده، خو د دې څه ضمانت شته چې وروسته له دې ازموینې او دفاع به دوی د کار یا زده‌کړو دوام ته پرېښودل شي.

کابل کې د رڼا خصوصي پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د څلورم ټولګي محصله مهرو چې د تېر میلادي کال له ډسمبر میاشتې راهیسې خپل د مونوګراف دفاع ته په تمه ده، ازادي راډیو ته وویل: "هم ښه دی، هم ښه نه‌دی، ښه‌والی یې دا چې د خپلو زده‌کړو پایله ترلاسه کوو او بدوالی یې دا دی چې ایا دوی موږ ته د دې ضمانت کوي چې وروسته له دفاع به موږ ته د کار زمینه مساعده شي یا به خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړو، ایا داسې یو وضعیت به دوی موږ ته اماده کړای شي چې د پخوا په څېر موږ به ازاده توګه زده‌کړې او کار وکړو؟"

ملینا د باختر پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصله بیا وايي: "طالبان راغلل او موږ یې پرې نه‌ښودلو چې امتحان ورکړو، مونوګراف مې هم پاتې شو، ډېرې اقتصادي ستونزې شته، د برښنا ستونزې شته، نو ځکه ډېرې نجونې نه‌شي کولای ازموینه ورکړي، زموږ راتلونکی نامعلوم دی، نه‌پوهېږم څومره وخت به دا وضعیت دوام وکړي."

وموغوښتل په دې اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت نظر هم واخلو، خو د دغه وزارت ویاند ضیاالله هاشمي زمونږ پوښتنه ځواب نه‌کړه.

خصوصي پوهنتونونه داسې مهال د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت مکتوب ترلاسه کوي چې، د ډېریو ښځینه محصلانو وروستۍ ازموینه یا د مونوګراف دفاع پاتې شوه.

د طالبانو حکومت د تېر کال د ډسمبر میاشت راهیسې نجونې له پوهنتون او لوړو زده‌کړو وګرځولې.

سربېره پر دې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته پر نجونو او ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، دوی نجونې او ښځې له منځنیو ښوونځیو، له محدودو دولتي ادارو پرته په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار کولو، ورزشي کلپونو، پارکونو او لیرې سفرونو هم راګرځولې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG