د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

طالبانو په افغانستان کې د ښځو د سینګار خونو د بندېدو امر کړی


ارشیف: په کابل کې د یوه سینګار خونې مخې ته یو وسله وال طالب پلی روان دی.
ارشیف: په کابل کې د یوه سینګار خونې مخې ته یو وسله وال طالب پلی روان دی.

د افغانستان د کسبګرو او دوکاندارانو د خونې یوه سرچینه وايي، د طالبانو د حکومت د نوي بندیز له مخې به په ټول هېواد کې د ۱۲۰۰۰ ښځینه سینګارتونونو فعالیت بند شي.

د افغان ښځو او نجونو پر فعالیتونو د بندیزونو د لګولو په دوام، ادعا کېږي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو د سینګارتونونو پر فعالیت بندیز لګولی دی.

د افغانستان د کسبګرو او دوکاندارانو د خونې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، دوی د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د ښځو د سینګارتونونو د کار د بندېدلو مکتوب ترلاسه کړی، چې د طالبانو د مشر د لفظي حکم پر اساس صادر شوی دی.

دغې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې د موضوع د حساسيت له امله واخيستل شي وويل، د دغه مکتوب له مخې، د ښځو د سینګارتونونو سالونونه د اسد له درېيمې نېټې وروسته د فعاليت اجازه نه لري.

د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

سرچينې زياته کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د ښځو د سینګارتونونو ١٢زره سالونونه فعاليت کوي او په دغو سالونونو کې شاوخوا ۵۰ زره ښځينه آرایشګرې کار کوي.
په همدې حال کې په هرات کې د سینګارتونونو د ټولنې استازې معصومه رحیمي وايي، په هرات کې د طالبانو له خوا په شفاهي ډول دوی ته ویل شوي چې، د اسد د میاشتې تر درېیمې نېټې خپل فعالیتونه ودروي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "د اختر څلورمه که پنځمه وه، زه هلته لاړم، ویل یې موږ ته یې مکتوب نه دی راکړی، راته ویل یې چې د اسد تر دېرشمې نېټې پورې سینګارتونونه بندېږي، تاسو خپلو آریشګاو ته ووایئ چې شل ورځې یوه میاشت وخت لرئ، په دې کې خپل شیان ټول کړئ او سینګارتونونه وتړئ. په دوه نیم زره سینګارتونونو کې زموږ سینګارکوونکې په ژړا دي."

دغه راز د بغلان ولايت اوسېدونکې دنیا چې د ښځو د یوه سینګارتون څښتنه ده، ازادي راډيو ته وویل: "مکتوب موږ ته نه دی رسېدلی، له لوی اختر مخکې د اسلامي امارت څخه یو کس راغی ویل یې، چې د جلسې لپاره سبا یو تن راشئ، بیا دوستان ورغلی وو، هلته یې ورته ویلي وو چې تاسو یوه میاشت وخت لرئ سینګارتونونه مو وتړئ."

په هغه مکتوب کې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوی او ادعا شوې چې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا دی او پرته له کوم ځانګړي دليله د سینګارتونونو د بندېدلو امر شوی، ویل شوي چې، د طالبانو د مشر ملاهبت الله په لفظي حکم د سرطان د مياشتې له څلورمې نېټې څخه د اسد تر درېیمې پورې د کابل ښار او ولایتونو ټولو سینګارتونونو ته وخت ورکول کېږي چې خپلې ارایشګاوې بندې کړي.

په دې مکتوب کې د کابل ښاروالۍ له خوا يو فرمان صادر شوى او يوه کاپي يې د افغانستان د ۳۴ ولايتونو اړوندو رياستونو ته استول شوې او همدارنګه ويل شوي، چې د اسد میاشتې له درېيمې نېټې وروسته په دې برخه کې شوي جوازونه او قراردادونه باطل دي.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله
د طالبانو د مشر ملاهبت الله

د طالبانو د حکومت ویاند د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغه مکتوب په اړه څه نه دي ویلي، خو د رویټرز خبري اژانس د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت د ویاند محمد عاکف مهاجر له قوله ویلي چې، ټول سینګارتونونه باید په یوه میاشت کې وتړل شي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته ښځې او نجونې له ګڼو ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو منع شوي دي، خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د ټولو افغان ښځو حقونه د شریعت له مخې تضمین شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري او له هغه وروسته پوهنتونونه هم د دوی پر مخ وتړل شول.

دغه راز په ډېرو دولتي او ټولو غیر دولتي ادارو کې د ښځو کار هم منع شو.

ښځې حمامونو او تفریحي پارکونو ته نشي تللی او له حجاب پرته اوږده واټن سفر ته هم اجازه نه ورکول کېږي.

دغه محدودیتونه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره هم مخ شول، خو طالبانو هېڅ ډول بندیزونه لرې نه کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG