د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

نړیوال بانک: افغانستان د ښځينه سوداګرو لپاره تر ټولو بد هېواد دی


ارشیف: په هرات کې د ښځینه سوداګرو د نندارتون یو انځور
ارشیف: په هرات کې د ښځینه سوداګرو د نندارتون یو انځور

نړیوال بانک افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راوستی چې د ښځینه سوداګرو لپاره ښه ځای نه‌دی.

نړیوال بانک وايي، افغانستان د ۳۱.۹ نمرو په لرلو سره له یمن او سوډان وروسته د ښځينه سوداګرو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.

دې بانک په خپل تازه راپور کې چې نن یې 'په ۲۰۲۳ کال کې ښځې، تجارت او قانون' عنوان لاندې خپور کړی، افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په نوملړ کې راوستی چې تر ټولو ټیټ عاید او اقتصاد لري او تر څنګ یې تاوتریخوالي او جګړو، ناسمو پالیسیو، جنسیتي توپیر او د ادارو او بنسټونو بې‌ثباته حالت د ښځو په سوداګرۍ بده اغېزه کړې ده.

په واشنګټن ډي سي کې د نړیوال بانک مرکزي دفتر
په واشنګټن ډي سي کې د نړیوال بانک مرکزي دفتر

په راپور کې دا هم لیکل شوي چې په افغانستان کې د رژیم وروستي بدلون د افغانانو په اقتصاد او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په سوکالۍ منفي اغېزه کړې ده.

د نړیوال بانک په راپور کې د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو وروستیو لګېدلو بندیزونو او محدودیتونو ته هم اشاره شوې او زیاتوي، طالبانو داسې لارښوونې او حکمونه صادر کړي چې د ښځو د سفر ازادي او د یوې دندې د موندلو لپاره د هغوی وړتیا محدودوي.

نړیوال بانک د بېلګې په توګه له شپږم ټولګي پورته په نجونو د زده‌کړو بندیز، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو، په دولتي او غیردولتي ادارو کې له کار د ښځو منع کېدو او له محرم پرته د ښځو په سفر بندیز ته اشاره کړې چې د یاد بانک له قوله، دې محدودیتونو او بندیزونو د نجونو او ښځو قانوني وړتیاوې کمزوري کړي دي.

په هرات کې د ښځینه د لاسي صنایعو د نندارتون یوه څنډه. 07 February 2022
په هرات کې د ښځینه د لاسي صنایعو د نندارتون یوه څنډه. 07 February 2022

راپور کې وړاندې لیکل شوي، ډېری دا محدودیتونه او بندیزونه د شفاهي فرمان پر بنسټ لګول شوي چې جنسیتي توپیر یې پراخه کړی دی.

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نړیوال بانک د دې راپور په اړه غبرګون وغوښت، خو ځواب یې ورنه‌کړ.

د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد

خو طالبانو له دې مخکې ویلي، د دوی حکومت په شرعي چوکاټ کې د ښځینه سوداګرو د سوداګرۍ پراختیا ته ژمن دی.

په همدې حال کې یې یو شمېر ښځینه سوداګرې وايي، د تېر په پرتله یې کار روزګار خراب شوی او تر څنګ یې د طالبانو د حکومت له‌خوا لګول شويو محدودیتونو او بندیزونو یې په سوداګرۍ بده اغېزه کړې ده.

یوه ښځینه سوداګره چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "بازار لږ ضعیفه دی، خرید و فروش چندان نه‌شته. هغه که ښځینه دي او یا هم نارینه سوداګر ټول له دې ستونزې سره مخ دي. ټول ډار شوي دي، ټول په خپله سوداګرۍ کې ستونزه لري او رکود سره مخامخ شوي دي."

په هرات کې د زعفرانو یوه بله سوداګره مېرمن چې دا هم د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم او غږ یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، لسګونو مېرمنو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه، خو اوس یې نه یوازې دا چې ډېر شمېر ښځینه کارمندانې له دندو ګوښه کړي، بلکې خپله یې سوداګري له سقوط سره مخ ده.

هغې وویل: "دوی (طالبانو) په موږ داسې حالت راوستی چې اصلاً نه‌غواړم ورسره مخامخ شم. دلته ډېر شمېر ښځو کار کاوه، ډېر قراردادونه را سره و، اوس هېڅ نه‌شته."

خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو حکومت پرون خبر ورکړ چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا او ترې د ګټو اخيستو لپاره یې له خصوصي سکټور سره په ګډه، د اختر بازار په نوم څلور ورځنی نندارتون پرانيستی.

د دې نندارتون پر مهال بیا یوې ښځینه سوداګرې چې ویډیو یې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې ملي تلوېزیون خپره کړې ادعا کړې چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د طالبانو اوسنی رژیم ورته زمینه برابره کړې ده.

هغه ادعا چې د نورو ښځینه سوداګرو له خولې نه‌ده اورېدل شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG