د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

کړکېچ او د بودیجې کمښت؛ اماني: د کونډو او سرپرستو مېرمنو ژوند له ګواښ سره مخ دی


ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د دوی د بودیجې کمښت د کونډو او هغو کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، چې ښځې یې اداره کوي.

د ملګرو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې نن سبا لوږه په میلیونونو کسان په ځانګړي ډول کونډې او د کورونو سرپرستې ښځې ځوروي، چې د خپلو ماشومانو د مړولو وس نه لري.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې د ملګرو ملتونو ګڼو همکارو ادارو ویلي چې روان میلادي کال د بودیجې له کمښت سره مخامخې دي او دې ستونزې اړو کسانو ته د بشري مرستو رسولو چارې هم اغېزمنې کړې دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د خوراکي توکو د مرستې رسونې محدودیت کونډې او هغه کورنۍ اغېزمنې کړي، چې د ښځو له خوا اداره کېږي.

وحیدالله اماني
وحیدالله اماني

هغه وویل: "لوږه په افغانستان کې په میلیونونو کسان ځوروي، په ۲۰۲۳م کال کې د خوراکي توکو د مرستو دوام ورکول هغومره مهم دي، چې په ۲۰۲۲م کال کې و. ځکه، که مرستې په هغه کچه دوام ونه مومي، هغه لاسته راوړنې چې تر اوسه مو لرلې له خطر سره مخامخېږي. په ټول هېواد کې کورنیو خپلې ټولې زېرمې ختمې کړې دي او د خوړو نړیوال پروګرام مرستې د خورا اړمنو کورنیو لپاره د ژوند وروستۍ کرښه ده، په ځانګړي ډول د کونډو او هغو کورنیو لپاره چې د ښځو له خوا یې مشري کېږي."

زهرا چې یوه کونډه ده، د اوو ماشومانو سرپرستي ورترغاړې ده او خاوند یې مخکې مړ شوی دی، هغې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، هره ورځ د ښار په یوه څنډه کې د سوال په نیت کېني.

هغې وویل: "ماشومان مې کوچني دي، مشر زوی مې ۱۹ کلن و، پوهنتون یې وایه چې شهید شو، مېړه مې مغزي سکته وکړه او وفات شو. په کور کې بل روزي ګټونکی نه لرم، یوه زوی مې چې ۱۲ کلن دی په ښار کې پلاسټیکونه پلورل، چې اوس په کور کې ناروغ راته پروت دی. زه خپله ګرځم که مې سل افغانۍ پیدا کړې یا دوه سوه. نه مو د شپې دېګ معلوم نه دی، نه د سهار ډوډۍ. یو کال کېږي، چې دلته اووه بجې راځم کېنم. نه لېور لرم، نه خسر څوک نه لرم، چې ډوډۍ او اوبه راته راوړي، خپله ګرځم، ماشومان مې وږي دي او زیات وخت په وږي نس ویده کېږي."

ارشیف: په افغانستان کې بې وزله او مرستو ته اړمنې کونډې مېرمنې
ارشیف: په افغانستان کې بې وزله او مرستو ته اړمنې کونډې مېرمنې

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو شمېر په روان ۲۰۲۳م کال کې ۲۹ میلیونو ته نږدې شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید الله اماني وايي، په افغانستان کې په میلیونونو کسانو ته د دوی له خوا د خوراکي توکو د مرستو رسولو چارې د بودیجې د کموالي له کبله ټکنۍ شوې دي؟

هغه وايي: "د بودیجې کمښت په افغانستان کې د ژوند ژغورنې عملیات له ګواښ سره مخامخ کړي دي. دې ته یې اړ کړي یو چې د مرستو سطحه راکمه کړو او اته میلیونه خلک د هغو خلکو له جملې راکم کړو، چې باید مرستې وررسېدلې وای. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په بېړنۍ توګه یو میلیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا لري، تر څو خپلو فعالتیونو ته دوام ورکړي او راتلونکي ژمي ته چمتووالی ولري."

په افغانستان کې مخکې هم په میلیونونو کسان بشري مرستو ته اړ وو، خو پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته په دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ لا پسې پراخ او بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر لا زیات شو.

وروستیو تحولاتو ښځې او نجونې ډېرې اغېزمنې کړې. نجونې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه شي کولای او د پوهنتون له زده کړو هم منع شوې دي.

په ګڼو دولتي ادارو کې ښځې له کاره ایستل شوي، دغه راز په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې هم د ښځو د کار مخنیوی شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG