د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

اروپايي ټولنه: پرله‌پسې طبیعي پېښې د افغانانو وضعيت لا پسې خرابوي


ارشيف: په لوګر کې د سېلابونو له امله د ويجاړ شوي يوه کور انځور
ارشيف: په لوګر کې د سېلابونو له امله د ويجاړ شوي يوه کور انځور

اروپايي ټولنه وايي، افغانستان د بشري ناورینونو او طبیعي پېښو له نظره له خطر سره مخ څلورم هېواد دی.

یو شمېر افغانان چې په دې وروستیو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وايي، د ژوند وضعیت یې ډېر خراب دی.

د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکى صاحب‌ الحق چې دوه ورځې وړاندې یې په کور کې سېل راغلی وايي، هم یې کور او هم کرنيزې ځمکې چې په محصولاتو یې خپل د ژوند چارې پر مخ بیولې له منځه تللي دي.

نوموړی وايي: "داسې سېلاب راغی، چې هېڅ هم پاتې نه‌شول، غنم، ترکاري، پیاز، رومي بانجان او ټولې کروندې یې له منځه یوړې. اوس هم ټول ځايونه اوبو نیولي کورونه یې نړولي، مالي او ځاني زیانونه یې اړولي او تر ډېره حده یې سړکونه هم خراب کړي."

په ننګرهار کې د وروستيو سېلابونو له امله درانه زيانونه اوښتي.
په ننګرهار کې د وروستيو سېلابونو له امله درانه زيانونه اوښتي.

دغه شان د پروان ولايت يوه اوسېدونکې چې نه يې غوښتل نوم په راپور کې واخيستل شي وايي، که څه هم له اقتصادي پلوه په ناوړه حالت کې وه، خو يوه نيمه مياشت وړاندې سېلاب يې ستونزې نورې هم ډېرې کړې.

نوموړې وايي: "ډېر ډ‌ارونکی سېلاب و، بس دومره مو وکولای شول چې ځان وژغورو، د کور او ځای کیسه کې نه‌شو. کورونه او تهکاوۍ د اوبه نه ډکه شوه. ژوند راته پاتې نه‌شو. اوس هم ښه نه یم، د تشویش له وجې ناروغه شوم. لوږه کمه وه چې اوس دا ورځې هم په موږ راغلې."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولي وايي، پرله‌پسې طبيعي خطرونه لکه وچکالي او سېلابونه د افغانانو وضعيت لاپسې خرابوي.

د دغه هېواد لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي، چې افغانستان د بشري بحرانونو او طبیعي پېښو له اړخه له خطر سره مخ څلورم هېواد دی.

د یاد دفتر په وینا، د اقلیمي اغېزو پر وړاندې د زیانمنونکو هېوادونو په درجه بندۍ کې افغانستان د ۱۸۱ هېوادونو تر منځ ۱۷۶ ځای لري.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ وایي، دا ټولنه د اقلیم بدلون د اغېزو د کمولو او ورسره د مقابلې لپاره د حل لارو په موندلو کې د افغانانو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې درې ورځې وړاندې د خوړو د بحران نړیوال راپور وښوده، چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د نفوس یوه برخه یې له لوږې او مړینې سره مخ ده او یو لامل یې د اقلیم بدلون دی.

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ویجاړونکي سېلابونه راغلي دي.

پیښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د یوه ويډیويي پیغام په استولو سره ازادي راډیو ته وویل: "د ثور له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې د بېلابېلو پېښو له امله ١٧ تنه شهيدان شوي او ٦١ تنه نور ټپيان شوي دي چې پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د نړيوالو مرستندويه موسسو په همکارۍ نږدې درې زره زيانمنو شويو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې کړې دي."

د رحيمي په وينا، په دې موده کې څه باندې ٢٠٠ د استوګنې کورونه په بشپړه او یا جزوي ډول ويجاړ شوي، نږدې ٧٠٠ کورنۍ زيانمنې شوې، څه باندې ٤٠٠ څاروي له منځه تللي او له ١٥ زره جريبه څخه زياتې کرنيزې ځمکې او باغونه له منځه تللي دي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

تېر کال په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یوې زورورې زلزلې تر ۱۱۰۰ ډېر کسان ووژل او لسګونه زره نور یې بې ځایه کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG