د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

ننګرهار کې سېلابونه؛ ۴ ماشومان مړه شوي، ۲ ټپيان او لسګونه کورونه ويجاړ شوي


د سېلابونو له امله د ننګرهار په کامې کې د یوه ویجاړ شوي کور انځور
د سېلابونو له امله د ننګرهار په کامې کې د یوه ویجاړ شوي کور انځور

د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو د راوتو په پایله کې د یوې کورنۍ څلور ماشومان مړه شوي او دوه نور ژوبل دي.

د روح‌الله په نوم د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی چې وړمه شپه یې سیمه کې راوتلي سېلاب څلور ماشومان یوړل چې د درېیو جسدونه یې موندلي او یو یې لا هم تری تم دی.

د ځاني تلفاتو په ګډون یې د کور ودانۍ په کنډواله بدله شوې او د غنمو پوخ حاصل یې د سېلاب اوبو له ځان سره وړی.

روح‌الله وايي: "له باران شل دقیقې نه‌وې تېرې شوې چې سېلاب راغی. کوټې یې هم ړنګې کړې، دېوالونه یې هم ړنګ کړل. زه خپله هم سېلاب یوړم، څلور ماشومان یې هم راته شهیدان کړل، درې مو پیدا کړل، یو لا هم ورک دی. دا ډول یوه پېښه په موږ تېره شوه."

په سیمه کې خلک وايي، راوتلو سېلابونو نه یوازې د روح‌الله کورنۍ ته مالي او ځاني زیان اوړلی، بلکې هلته یې یو شمېر نور کورونه هم نړولي، لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې تخریب کړې او د خلکو رسېدلي فصلونه د سېلاب اوبو وړي.

سېلابونو د ننګرهار په کامه کې ځاني زیانونو تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اړولي.
سېلابونو د ننګرهار په کامه کې ځاني زیانونو تر څنګ درانه مالي زیانونه هم اړولي.

د کامې ولسوالۍ د خاص کامې سیمې یو بل اوسېدونکی سیمع‌الحق وايي: "موږ ته ډېر غټ ځاني او مالي تاوان را ورسېده. اوس هم په وېره کې یوو، حکومت باید زموږ غم وکړي، که غم مو و نه‌شي، سېلاب به مو له ګردي کڅ هم واړوي."

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هم راوتلو سېلابونو او تېزو بادونو خلکو ته ډېر مالي زیان رسولی دی.

د خوګیاڼو ولسوالۍ یو اوسېدونکي نوید حیدر نن ازادي راډیو ته وویل: "هغه قریې چې تر ډېره په‌کې د بزګرانو فصلونه له‌منځه تللي او زیات زیانمن شوي دي عبارت دي له لوښېد لوی کلي، ارغچ، وزیر، لکه‌ګډۍ، حکیم‌اباد، ادړونه، خیرمېنه او یو شمېر نورې داسې ساحې شته چې په‌کې د بزګرانو رسېدلو فصلونو ته په زیاته پېمانه زیان اوښتی دی."

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وروستیو سېلابونو د ځايي خلکو ډېری کروندې زیانمنې کړې دي.
د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې وروستیو سېلابونو د ځايي خلکو ډېری کروندې زیانمنې کړې دي.

د د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی ضیاالرحمن څرګند بیا وايي، د کروندوګرو اقتصادي وضعیت خراب دی او ټوله هیله یې همدا فصلونه وو چې، هغه هم سېلاب ترې یوړل.

دی له کروندګرو سره د بېړنو مرستو غوښتنه کوي او وايي: "ډېر سخت زیانمن شوي، فصلونه یې له‌منځه وړي. دلته غربت ډېر زیات دی. مؤسسې باید له بزګرو سره مرسته وکړي او د دوی ستونزې دې حل کړي."

د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ او خپله د جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې هم د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته د زیانونو د اوښتو خبره شوې ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې مو د طالبانو د دولت وزارت څخه زیانمنو ته د مرستو رسولو او د وروستیو سېلابونو د راوتو په پایله کې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه وپوښتل، خو چارواکو یې ځواب را نه‌کړ.

د ویلو ده چې تېر کال هم په افغانستان کې سېلابونو افغانانو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه واړول چې تر ننه یې خلک د ناوړو پایلو له امله له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG