د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

په ۲۷ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړل شوی


په لغمان کې له باران وروسته د راوتلو سېلابونو له کبله خلکو ته زیانونه اوښتي دي. 26.08.2022
په لغمان کې له باران وروسته د راوتلو سېلابونو له کبله خلکو ته زیانونه اوښتي دي. 26.08.2022

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په ۲۷ ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی دی.

عبیدالله نومېږي د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

هغه وايي، وروستیو سېلابونو یې سیمه کې د کروندوګرو سلګونه کرنیزه ځمکه تخریب کړې او رسېدلي فصلونه یې له‌منځه وړي.

نوموړي وویل: "پیاز دي، غنم دي دا وخت دا شیان رسېدلي دي. اوبه پرې اوښتي دي، څه یې ځمکه وړې، کروندې ته یې ډېر زیان رسولی، خو د خدای فضل دی د سر زیان نه‌لرو."

د افغانستان ختیځ کې د راوتلو سېلابونو یو انځور - 26.08.2022
د افغانستان ختیځ کې د راوتلو سېلابونو یو انځور - 26.08.2022

د خوست ولایت د اسماعیل‌ خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د حیدرخېلو کلي اوسېدونکي امېد ځواک ازادي راډیو ته وویل، همدا نن هم سېلاب د دوی په کرنیزه ځمکه روان دی او نږدې لس جریبه اباده ځمکه یې تخریب کړې ده.

ځواک وايي: "زموږ یو وړوکی کلی دی چې همدې خوړ طرف ته پروت دی. دې وړوکي کلي کې یې لس جریبه ځمکه تخریب کړې ده. له موږ پاس او ښکته ډېر نور کلي هم شته. یعنې دا لس جریبه ځمکه حاصلخیزه ده او شنه غنم پرې ولاړ دي."

سېلاب ځپلي دوی سره د بېړنیو مرستو غوښتنه هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې، باران، تالندې او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې تېره شپه په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، د دې ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ څخه تر ۵۰ ملي مټرو پورې او د واورې اندازه له ۱۰ څخه تر ۳۰ سانټي مترو پورې اټکل شوې ده.

په ورته وخت کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، تېرو څلور ورځو کې په ۱۲ ولایتونو کې د سېلابونو د راتلو له امله ۳ تنه مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د دې وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل: "همدا ډول ۲۶۱ کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي، له ۱۵۵ څارویو زیات مړه شوي او له ۳۵۰۰ جریبه زیاته کرنیزه ځمکه کې حاصلات له‌منځه تللي دي."

خو باختر اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي په سمنګان کې د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او د څارویو د روغتیا څانګې د امر کرام‌الدین محمودي له قوله لیکلي، یوازې تېره شپه د دې ولایت په رويي دواب ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتو له امله ۱۰۷۰ څاروي له‌منځه تللي دي.

ارشیف: وروستیو سېلابونو په افغانستان کې خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.
ارشیف: وروستیو سېلابونو په افغانستان کې خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.

د دې وزارت د ټولیزو شمېرو پر بنسټ، روانه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو په پېښو کې ۱۶ تنه مړه شوي او ۸۲ نور ټپیان شوي دي.

د دې تر خوا لسګونه جرییه کرنیزه ځمکه تخریب شوې او نږدې دوه زره کورونه په جزوي یا هم بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG