د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د افغانستان ځینو سیمو کې د ورښتونو له کبله ځاني او مالي زیانونه اوښتي


ارشیف: په فاریاب کې له باران وروسته د سېلابونو د راوتو یو انځور
ارشیف: په فاریاب کې له باران وروسته د سېلابونو د راوتو یو انځور

په افغانستان کې د تېرو دوو ورځو ورښتونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې د سر او مال زیانونه اوښتې دي.

د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع اله رحیمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "لکه څرنګه چې هېوادوال په جریان کې دي له دوو ورځو راهیسې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د بارانونو او واورو شاهدان یوو. متاسفانه په ځینو ولایتونو کې سېلابونه بهیدلي دي چې د سېلابونو په نتیجه کې په لغمان، زابل، فاریاب، دایکندي، رزګان، فراه، بلخ، جوزجان او خوست کې بعضې تلفات لرو."

رحیمي د تلفاتو دقیقه شمېره ونه ښوده او ویې ویل چې وروسته به بیا شمېرې له رسنیو سره شریکې کړي.

د افغانستان ختیځ کې د باران او سېلاب له امله د یوه نړېدلي کور انځور. 26.08.2022
د افغانستان ختیځ کې د باران او سېلاب له امله د یوه نړېدلي کور انځور. 26.08.2022

له طبیعي پېښو سره د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د دولت د وزارت ویاند زیاته کړه چې د سېلابونو له امله په سلګونو کورونه نړېدلي دي.

د راپورونو له مخې ډېر کورونه په بلخ ولایت کې تخریب شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند محمد اصف وزیري رسنیو ته وویل چې په زارع ولسوالي کې درې سوه کورونه تخریب شوي او سېلابونو په سلګونو څاروي له منځه وړي دي.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې لکه غزني او پکتیا کې واورې ورېدلي چې ښایي مېوه دارو ونو ته یخه هوا زیان واړوي.

د هوا پېژندنې د نړیوالو ادارو له اټکلونو سره سم به د بلخ په ځینو سیمو کې نن اسمان وریځ وي، خو په ډېرو برخو کې به اسمان برګ وي.

په کابل کې نن د باران اټکل شوی، په کندهار کې به تر ډېره لمر وي، خو داسې اټکل کېږي چې د روانې اونۍ په وروستیو کې به د ورښتونو یوه بله څپه هم پر افغانستان راشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG