د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د تخار او کندز يو شمېر مالداران: د يخنۍ له امله مو ډېری څاروي تلف شوي دي


ارشيف
ارشيف

د تخار او کندز ولایتونو یو شمېر مالداران وايي، سږ کال د سختې یخنۍ له امله د دوی ډېر څاروي له‌منځه تللي او تاوان ور اوښتی.

سید رحمن چې د تخار ولایت، یو مالدار دی وايي، سږ کال د وښو د کمښت او د سړې هوا له امله ډېر څاروي مړه شول.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، په سږني ژمي کې یوازې د ده، د غواګانو، وزو او پسونو په ګډون ۳۰ څاروي له‌منځه تللي دي.

یوه ورځ سهار غوجلې ته ولاړم، پنځه غواوې په یو وار مړې شوي وې

نوموړی وايي: "سږ کال د څارویو خوراکي توکي کم وو او هوا هم ډېره سړه وه، له همدې امله موږ ته ډېر زیانونه واوښتل. په غوجلې کې هر څه یخ وهلي وو، یوه ورځ سهار غوجلې ته ولاړم، پنځه غواوې په یو وار مړې شوي وې، د غواګانو، پسونو او وزو په ګډون زما ٣٠ څاروي مړه شوي دي."

سید رحمن وايي، سږني ژمي کې د يخنۍ شدت ډېر و او په تخار ولایت کې د يو شمېر نورو مالدارانو څاروي هم د یخنۍ له امله مړه شوي دي.

بل‌خوا د کندز ولايت يو مالدار صفي الله هم له ورته ستونزې شکايت کوي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د تېرو کلونو په پرتله سږ کال هوا ډېره سړه ده، هغه مالداران، چې په کورونو کې وو، لږ زيان يې لیدلی، خو هغه کسان چې د غرونو په لمنو او دښتو کې يې څاروي درلودل، سړې هوا ورته ډېر زيان اړولى دى."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

يو شمېر مالداران وايي، چې تر اوسه له دوی سره هيڅ ډول مرسته نه‌ده شوې او د تېرو کلونو په پرتله يې ستونزې ډېرې شوې دي.

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم مني، چې سږني ژمي کې د سختې یخنۍ له امله د څارویو تلفات زیات شوي دي.

د یاد وزارت د څارویو د روغتیا عمومي رئیس مفتي ذاکرالله، په بېلابېلو ولایتونو کې د څارویو د تلفاتو وروستیو شمېرو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د سړې هوا له امله د تلف شویو څارویو وروستنی شمېر چې موږ ته رارسېدلی دی، بادغیس ولایت کې ۲۶۳۲۶ مېږې تلف شوي دي. په بغلان ولایت کې ۱۰۰۰ بېلابېل څاروي، په کندز ولایت کې ۹۹۷ مېږې، ۷۵ وزې او ۱۹ غواوې، په بدخشان ولایت کې ۱۰۸ بېلابېل څاروي او په تخار ولایت کې ۱۱۲۹ بېلابېل څاروي مړه شوي دي. دا ارقام د کوچیانو له‌خوا موږ ته رسېدلې دي."

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت، شاوخوا لس ورځې وړاندې ازادي راډيو ته وویل، د ژمي له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې د سړې هوا له امله د پسونو، وزو او غواگانو په ګډون له دوه لکه او پنځه‌وېشت زرو زیات څاروي مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د راپور له‌مخې، په روان ژمي کې د واورو ښوېدنو، طوفانونو، لارو بندېدو او سېلابونو له امله د څارويو د مرګ‌ژوبلې سربېره لسګونه کسان هم وژل شوي دي.

تر دې مخکې نړیوالو سازمانونو په سږني ژمي کې د سړې هوا د زیاتوالي خبرداری ورکړی و او افغانستان ته یې د لا زیاتو بشري مرستو غوښتنه کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG