د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

ځایي خلک: د هوا په سړېدو سره دې په پکتیا کې روانې پروژې ودرول شي


د پکتيا اوسېدونکي وايي چې په تېرو کلونو کې يو شمېر هغه پروژې چې کارونه‌يې په يخنۍ کې ترسره شوي وو، د خراب کيفيت له امله ژر تخريب يا له‌منځه تللي او خلک‌يې له ستونزو سره مخ کړي.

دوی زیاتوي:

"سيدالرحمن ويال يم، د پکتيا ولايت اوسېدونکی يم. په پکتيا کې روانې پروژې بايد د کيفيت د ښه‌والي لپاره ودرېږي، ځکه اوس يخني ده او که کار همداسې دوام وکړي، په راتلونکي نږدې وخت کې دغه پروژې ستونزې پيدا کوي."

"منور انديال يم، په تېرو کلونو کې هم دغسې پروژې په ژمي کې پيل شوې او کار يې روان و، که اوس ورشئ او ويې ګورئ، غټ غټ مشکلات لري چې موږ نه‌غواړو نورې پروژې د تېرو کلونو په څېر له ستونزو سره مخ او په يخنۍ کې ترسره شي."

يوازې دغه دوه تنه نه‌دي چې د روانو پروژو د کيفيت په اړه اندېښنه څرګندوي، زيات شمېر مدني فعالان په دې اند دي چې هغه مهال چې په دغه ولايت کې د کار موسم وي، پلان جوړېږي او پروژې ژمي ته رسېږي چې په خبره‌يې کار بايد په اوړي او پروګرامونه‌يې په ژمي کې پلان شوي وی.

د رباط د ځوانانو ټولنې مسؤل محمد عيسی صادق وويل:

"زموږ غوښتنه له چارواکو دغه ده چې په دې ولايت کې ټولې روانې پروژې ودروي، ځکه يخ سوزه کېږي او يخ‌يې وهي، لکه د قير، سمنټ او نور کار سم نه‌کېږي، په کوم وخت کې چې دلته د کار وخت وي، هغه کې دوی پلان جوړوي او کار نه‌کوي او په ژمي کې کار ته دوام ورکوي چې دا په کيفيت تأثير کوي."

د ده په خبره، که مرکزي او ولايتي اداره په ژمي کې پروژې ډيزاين او له پسرلي وروسته پلې کړي، په پکتيا کې به تر ټاکلي وخت پروژې په باکيفيت ډول ترسره شوې وي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي، په پکتيا کې د روانو پروژو د کيفيت په اړه ولايتي اداره جدي ده او د ټاکلي وخت څخه وروسته چې مسلکي انجنيران د هوا په اړه نظر ورکړي، کارونه به ودروي.

نوموړی وایي:

"موږ د پروژو په مراقبت کې جدي يوو او حالت په هغه کچه سوړ نه‌دی چې د کار مانع وګرځي او تر دې مهاله مسلکي انجنيرانو موږ ته دا نظر نه‌دی راکړی چې د روانو پروژو کار دې ودرول شي او که کله‌يې هم نظر راکړ، موږ يې کارونه دروو او تر هغې بايد روان وي."

خلک او مدني فعالان دغه اندېښنه په داسې مهال شريکوي چې په پکتيا مرکز ګردېز کې د سړې هوا له لګېدلو سره سره، د قومونو او قبايلو چارو، د اطلاعاتو او فرهنګ، فوايد عامې، کليو پراختيا او د نورو ادارو پروژې روانې دي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG