د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

خوست کې د سېلابونو په منځ کې اباد شوی بازار؛ خوندي سيمې ته د لېږد هڅه يې شوې


خوست کې د سېلابونو په منځ کې اباد شوی بازار
خوست کې د سېلابونو په منځ کې اباد شوی بازار

د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د ښاروالۍ اداره د خوړ(سېلاب) په منځ کې اباد شوی د خلبیسات بازار، هلته نږدې یوې خوندي سیمې ته لېږدوي.

د خلبیسات بازار غرفې (ټپیرۍ) چې له نږدې درې لسیزو راپه‌دېخوا د خوړ په منځ کې ابادې شوي، د خوړ او سېلاب پر مهال دوکاندارن په خپلو غرفو کې اېښودل شوي توکي لیرې کوي او کله چې سېلاب ختم شي، نو خپلې غرفې بېرته فعالوي.

د خلبیسات په خوړ کې شاوخوا زر لویې او وړې غرفې اېښودل شوي، چې د خوست ښار څخه په دویمه درجه کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه لري او د څلورو ولسوالیو خلک په‌کې پېر او پلور کوي.

دلته به سېلابونه راتلل او موږ ته به يې مشکلات جوړول

هغه کسان چې په دې خوړ کې کاروبار لري او اوس په نوي ځای کې دوکانونه او ټپری ورته په نښه شوي، خوښ دي او وايي، په دې سره به په باراني او سېلابي موسمونو کې له ګواښونو وژغورل شي.

يو کس چې ياد بازار کې کار کوي وايي: "زما نوم اسلام بادشاه دی، تر دې مخکې موږ د کاروبار سره ډېر په ستونزو کې وو، دلته به سېلابونه راتلل او موږ ته به يې مشکلات جوړول، د تېر کال سېلابونو هم دې خلکو ته ډېر تاوانونه واړول، اوس په دا لوړ ځای کې بازار جوړیږي، موږ ډېر ورته خوشال یو، البته خدای دې وکړي چې دغه نوی ښارګوټی کامیاب شي."

خوست کې د سېلابونو په منځ کې اباد شوی بازار
خوست کې د سېلابونو په منځ کې اباد شوی بازار

د دې سیمې یو بل دوکاندار اکرام‌الدین چې د صبریو د صحرا کلي اوسېدونکی دی وايي، له‌دې مخکې په دې ځای کې د کاروبار یوه شېبه تضمین هم نه و، خو اوس به د نوي ښارګوټي په جوړېدو سره دا مشکل ختم شي.

که څه هم د کانداران په بل نوي موقعیت کې د نوي ښار کامیابۍ ته اندېښمن دي، خو بیا هم وايي، که په نوي ځای کې يې یوه موده سودا ونه‌شي، بیا هم دوی نه مایوسه کېږي.

هلته کاروباریانو او پېرودونکو دواړو ته پوره اسانتیاوې په پام کې نیولې شوې دي.

د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی محمداغا چې د خلبیسات په خوړ کې يې هوټل جوړ کړی وايي، دوی پوهېږي، چې ممکن دوه، درې میاشتې يې سوداوې ودریږي، خو دا یو طبعي بهیر دی او دوی ورباندې نه خفه کېږي.

دی په دې باور دی، چې کار و بار به یې له‌دې هم ښه کېږي، ځکه دا ټول خلک نوي ځای ته انتقالیږي او هلته کاروباریانو او پېرودونکو دواړو ته پوره اسانتیاوې په پام کې نیولې شوې دي.

د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ ښاروالي د یوې نوې نقشې په پلي کولو لګیا ده، تر څو د خوړونو څخه دوکاندارانو ته ورپېښ ګواښ له‌منځه یوسي او په یو نږدې خوندي ځای کې په معیارونو برابر د پخو دکانونو او ټپریو یو نوی او له هر ډول اسانتیاوو برخمن ښارګوټی جوړ کړي.

خوست کې د سېلابونو په منځ کې اباد شوی بازار
خوست کې د سېلابونو په منځ کې اباد شوی بازار

د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ ښاروال انجینر خمین خان امین وویل: "د خلکو د بار، بار غوښتنې پر اساس موږ وپتېیله چې دا د غرفو او کانتینرونو دوکانونه یو مناسب ځای ته انتقال کړو، په ضمن کې مو خلکو ته یو خدمت هم کړی وي او دې سره د صبریو د ښاروالۍ عواید هم ورسره لوړ شوي وي، نو الحمدالله اتیا سلنه کارونه مو خلاص شوي دي، په نږدې ورځو کې به موږ کاروباریانو ته د توزیع پروسه ولرو."

د خوست د صبریو او یعقوبیو د ښاروالۍ چارواکي زیاتوي، د خلبیسات بازار په نوي موقعیت کې به ټولې شاوخوا نهه سوه لويې او وړې غرفې ووېشل شي.

په نږدې ورځو کې به موږ کاروباریانو ته د توزیع پروسه ولرو."

د دوی په وینا له دې غرفو ۲۶ يې عمده پلورنځیو، ۲۷۰ غرفې تازې مېوې، ۳۰ غرفې وچې مېوې، ۲۲ غرفې د قصابانو صنف او ۳۰ غرفې هم د چرګانو خرڅوونکو ته په پام کې نیول شوي دي.

د معلوماتو له‌مخې خلبیسات بازار هغه مهال جوړ شو، چې د پخواني شوروي اتحاد د پلوي نظام له نسکورېدو وروسته له پاکستان څخه د ډېریو افغانانو بېرته راستنېدنه پیل شوه، په اول کې په دې ځای کې د کورمې شهیدانو ډنډې ته د تګ راتګ لپاره د موټرو اډه جوړه شوه، چې یو سموار هم په‌کې و، خو اوس هغه وړوکی سموار د خوست په کچه په دویم لوی بازار بدل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG