د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

طالبان: د وروستيو طبيعي پېښو له امله ۱۰ کسان مړه شوي او سلګونه کورونه ويجاړ شوي


پروان ولايت کې سېلابونو خلکو ته زيانونه اړولي دي.
پروان ولايت کې سېلابونو خلکو ته زيانونه اړولي دي.

طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت وايي، چې په تېرو اتو ورځو کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د طبيعي پېښو له امله، لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي او ۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پروان ولایت چاریکار ښار، نن سه‌شنبې د سېلابونو شاهد و چې تر اوسه د دغو سېلابونو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې، سړکونه له اوبو ډک شوي او د ښوونځيو زده کوونکي او ښځې په سختۍ سره تګ راتګ کوي.

په کار کې وم، اوبه راغلې او د کار توکي يې رانه یووړل

د چاريکار ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې سېلابونو دوى ته زيانونه اړولي دي.

بوټ ګنډونکي غلام دستګير ازادي راډيو ته وويل: "له سهاره تر بېګا موچي‌ګري کوم، په کار کې وم، اوبه راغلې او د کار توکي يې رانه یووړل، پیسې نه‌شته چې ډوډۍ واخلو، حیران یم څه وکړم؟"

دغه راز يو بل ځايي هټيوال جمشيد وايي: "سېلاب راغی او زما د دوکان ځينې سامانونه یې له ځانه سره وړي دي. ماته به ١٢٠٠٠ افغانۍ زیان اوښتی وي."

د پروان ولایت یو شمېر کروندګر وايي، د سېلابونو له امله یې کښتونه هم له منځه تللي.

پروان کې راوتلي سېلابونه
پروان کې راوتلي سېلابونه

په ورته وخت کې د غزني ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د واورې د ورښت له امله ځينې لارې بندې شوې دي.

د غزني ولايت د ناور ولسوالۍ اوسېدونکى محمد علي وايي: "څو ورځې کېږي په ناور ولسوالۍ کې ٤٠ سانتي واوره ورېدلې، مواصلاتي لاره بنده شوې، تګ راتګ او د ناروغانو لېږد له ولسوالۍ نه مرکز ته ستونزمن شوی، دوه، درې پخواني کورونه هم وران شوي خو ټولیز شمېر راته نه‌دی معلوم."

د غزني ولایت یو شمېر کروندګر او باغ لرونکي هم وايي، د دوی ځکمو او باغونو ته تاوان رسېدلی دی.

پروان ولايت کې سېلابونو خلکو ته زيانونه اړولي دي.
پروان ولايت کې سېلابونو خلکو ته زيانونه اړولي دي.

طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي، رسنیو ته په یوې لېږل شوې ویډیو کې ویلي، په تېرو اتو ورځو کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې طبيعي پېښو، خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړي ويلي: "د روان کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه، د اورښتونو، سېلابونو او زلزلې له امله، لس کسان وژل شوي او ٧٦ ټپيان شوي دي. همدارنګه له ١٧٠٠ څخه ډېر کورونه وران او ٢٢ زره جريبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې، دغه وزارت د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ له ۵۳ زره زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او د سېلابونو د خطر خبرداری ورکړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG