د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۵۳

افغانستان

افغاني سرې مياشتې ټولنې ميدان وردګ کې پر سېلاب ځپلو مرستې وېشلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ميدان وردګ ولايت موقعيت

د افغاني سرې میاشتې ټولنه د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې په پر سلګونو سېلاب ځپلو د مرستو د وېشلو خبر ورکوي.

دغې ټولنې نن په څو ټویټونو کې ویلي چې، د میدان وردګ د دایمیرداد ولسوالۍ په څه باندې پنځلسو کلیو کې یې ۴۴۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته نژدې د څلور نیم ملیونه افغانیو نغدو پیسو مرسته وېشلې ده.

هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکړل شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې د ټولنې په وینا څلور ورځې وړاندې یې هم د دې ولایت د سید آباد ولسوالۍ د مختلفو سیمو له ۴۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته کړې وه.

د يادونې ده چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو له امله خلکو ته ډېر زيانونه واوښتل چې اوس مهال مرستو ته اړتيا لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په نړیوالو لوبو کې د افغانستان د ګډون ځنډول غوښتل شوي

ارشیف

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، تر څو چې طالبانو افغان ښځو او نجونو ته د سپورټ اجازه نه وي ورکړې د المپیک نړیواله کمېټه دې په نړیوالو سپورټي سیالیو کې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان ګډون وځنډوي.

د بشري حقونو دې ادارې تېره شپه همداراز وویل چې د المپیک نړیواله کمېټه باید په دې اړه پرېکړه د خپل اجراییه بورډ په راتلونکې غونډه کې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د المپیک نړیواله کمېټه نن سې شنبه د سویس په لوزان کې غونډه وکړي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو وروستۍ کچه اعلان شوه

ارشیف: په نیمروز کې د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې یوه څنډه

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، په تېرو ۶ میاشتو کې افغانستان ایران ته د ۵ میلیون ډالرو صادرات او د څه باندې درې سوه پنځوس میلیون دالرو واردات لرل.

د دغه وزارت پر اساس، ایران ته د افغانستان اکثره صادرات وچه مېوه او پنبه ده، خو له ایران څخه یې د ۳۵۱ میلیون ډالرو په ارزښت تېل او خوراکي مواد وارد کړي دي.

طالبان پرون ویلي وو، په پلان کې لري چې افغانستان ته د ایران په وارداتو کې زیاتوالی راولي.

طالبان وايي، هغه وخت رارسېدلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت او ټرانزیټ په برخو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه هم کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوي په کندهار کې طالبانو سره لیدلي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي د دوشنبې په ورځ د کندهار له امنیه قومندان رحیم الله محمود سره د پروژو د تطبیق په برخه کې د همکاریو او ځینو نورو مسلو په اړه خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی کندهار ته تللی او هلته یې له سیمه ییزو طالب چارواکو سره لیدلي.

په کندهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ دې لیدنې جزییات او عکسونه رسنیو ته رسېدلي.

په دې اړه په اعلامیه کې راغلي چې د امنیت شورا یاد پلاوي د دوشنبې په ورځ له امنیه قومندان رحیم الله محمود سره د پروژو د تطبیق په برخه کې د همکاریو او ځینو نورو مسلو په اړه خبرې وکړې.

له ډېرو جزییاتو پرته په اعلامیه کې راغلي چې د کندهار امنیه قومندان د ملګرو ملتونو دغه پلاوي ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

په کابل کې د طالبانو مرکزي چارواکو او ملګرو ملتونو د دې لیدنې په اړه لا څه نه دي ویلي، خو مخکې هم ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې یوه ډله بهرني استازي د طالبانو له مشر هبت الله اخندزاده سره د لیدنې لپاره کندهار ته ځي.

طالبانو د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او انتقالاتو د همکاریو تړون لاسلیک کړی

ارشیف

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې له یوه قزاقستاني شرکت منصور فاتح سره د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ساتنې او د انتقالاتو د همکاریو یو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون پرون په کابل کې لاسلیک شوی او ارزښت یې اته میلیونه او ۶۳ زره ډالره اټکل شوی.
باختر اژانس د اوسپنې پټلۍ د ادارې د رییس بخت الرحمن شرافت په حواله ویلي چې مخکې د حیرتان – مزارشریف د اوسپنې د پټلۍ د ساتنې – څارنې او انتقالاتو تړون شاوخوا پنځلس میلیونه ډالره و.

د قزاقستاني شرکت منصور فاتح د مرستیال بیسن بای مخانوف بیا په کابل کې د تړون د لاسلیک پر مهال ژمنه کړې چې د اوسپنې پټلۍ افغان انجینیرانو او کارګرو ته به مسلکي روزنه هم ورکوي څو په راتلونکي کې د اوسپنې پټلۍ ستونزې په خپله حل کړي.

افغانستان ته د ۴۰ ميليونه ډالرو نغدي مرستو بله کڅوړه هم ورسېده

انځور - ارشيف

د افغانستان بانک، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، اعلان وکړ چې د نغدو پیسو د مرستو په دوام کې نن (دوشنبه) ۴۰ میلیون ډالره نورې کابل ته ورسېدې.

د دغه بانک د خبرپاڼې له‌مخې، دا پیسې هم د مخکنیو هغو په شان د افغانستان یوه خصوصي بانک ته وسپارل شوې.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې د دغه خصوصي بانک نوم نه‌دی یاد شوی.

د افغانستان بانک وايي، تېره اوونۍ هم کابل ته ۴۰ میلیون ډالره رسېدلې وو چې ورسره د افغانستان د بهرنیو اسعارو زېرمه یو نیم میلیارد ډالرو ته ورسېده.

دا پیسې له هغو جلا دي چې له افغانستانه دباندې زېرمه یا کنګل شوي دي.

طالب چارواکي: نيمروز کې ايران سره پر پوله اور لګېدنې مالي تاوان اړولی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د نيمروز ولايت موقعيت

د طالبانو د حکومت د نیمروز ولایت چارواکي وايي چې له ایران سره په پوله کې د اور لګېدو له کبله ډېر مالي تاوان پېښ شوی دی.

په نیمروز کې طالب چارواکو وویل چې، نن (دوشنبه) د ماککي په سیمه کې د لګېدلي اورپه نتیجه کې د څو تراکتورونو په شمول یو شمېر وسایل له منځه تللي دي.

مخکې تر دې چې اور څو ساعته وروسته مړ شي، د پولې د دواړو خواوو اوسېدونکو ته یې د میلیونونو افغانیو په ارزښت تاوان واړاوه.

په دې پېښه کې د چا د ژوبلېدو څه نه‌دي ویل شوي.

همدا راز د اورلګېدو د علت په اړه هم څه نه‌دي ویل شوي.

د غزني د ناوې ولسوالۍ يو روغتيايي مرکز کې د جراحۍ څانګه پرانيستل شوه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غزني ولايت موقعيت

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیټه یا ICRC د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په سیمه‌يیز روغتیايي مرکز کې د جراحۍ د څانګې د رغونې د بشپړېدو خبر ورکوي.

په افغانستان کې د ICRC مشر ایلوی فیلیون نن پر خپل ټویټر ولیکل هغه امیدوارې مېرمنې چې د زېږون پرمهال جراحي عملیاتو ته اړې وې، او د ولسوالۍ څلوېښت زره اوسېدونکي کولای شي اوس په نژدې واټن کې د جراحي د دې مرکز له خدماتو ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډېری لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو کمی محسوسېږي.

مجاهد: هغه کس نيول شوی چې د پاکستان پر سفارت يې ډزې کړې وې

کابل کې د پاکستان سفارت، انځور - ارشيف

طالب چارواکي وايي، هغه کس یې نیولی چې د تېرې جمعې په ورځ یې په کابل کې د پاکستان په سفارت ډزې کړې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا کس د یو بهرني هېواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی.

مجاهد ادعا کړې چې دا بريد د داعش ډلې او یو شمېر نورو چې ده ورته د بغاوتګرو کلمه کارولې، په ګډه تنظیم کړی دی.

د طالبانو ویاند دا تور هم پورې کړی چې د دې بريد تر شا ځینې بهرنۍ کړۍ لاس لري او هدف یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بې باورۍ رامنځ‌ته کول و.

د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان په سفارت په ډزو کې شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني روغ ووت، خو یو ساتونکی یې ټپي شو.

د برید مسوولیت داعش منلی و.

نابينا افغان لوبغاړي د لامبو وهلو يوه سيالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی

نابینا افغان لوبغاړي ولي محمد نوري

نابینا افغان لوبغاړي ولي محمد نوري د برېتانیې د لامبو وهلو په سيالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی.

دغه سيالۍ چې پرون(یکشنبه) په انګلستان کې ترسره شوې ولي محمد نوري د ۷۰ لوبغاړو له‌منځه لومړی مقام خپل کړ.

ښاغلي نوري ازادي راډيو ته په یوه راليږلي پيغام کې ویلي دي: "نن د لامبو وهنې په سيالۍ کې د اویا لوبغاړو ترمنځ مې د سرو زرو مډال وګاټه، البته دا پنځوس متره سيالي وه او لوبه مې ډېره سخته وه."

په دې سياليو کې له بېلابېلو اروپايي هېوادونو څخه ۷۰ تنو نابینا لوبغاړو برخه درلوده.

ولي محمد نوري پنځوس متره واټن په ۴۹ ثانيو کې طی کړ او د لوبو اتلولي يې خپله کړه.

نوري تر دې وړاندې هم د بینایانو او نابینایانو د ځغاستې او لامبو وهلو سیاليو کې اتلولۍ ګټلي دي.

د طالبانو حکومت د سالنګ لارې د بيا رغونې په چارو کې د ځنډ خبر ورکړی

د سالنګ لويه لار، انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې په چارو کې د ځنډ خبر ورکوي.

دې وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې، د ژمي له رارسېدو سره د دې لویې لارې د ۳۰ کیلومتره سړک د رغونې کار چې د روان کال په دوهمه نیمايي کې پیل شوی و، ځکه ځنډېږي چې د شیبر کوتل بدیله لاره خوندي نه‌ده.

د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې پر مهال د هېواد شمال ته د تګ راتګ لپاره د شیبر کوتل له بدیلې لارې کار اخیستل کېده.

په بیان کې یادونه شوې چې د تونل په ګډون د دې لویې لارې بیارغونه به په راروانه وري میاشت کې بیا پیل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG