د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

افغانستان کې د وروستيو طبيعي پېښو له امله ۱۳تنه مړه شوي او ۷۲ ټپيان شوي دي


پروان ولايت کې سېلابونو خلکو ته زيانونه اړولي دي.
پروان ولايت کې سېلابونو خلکو ته زيانونه اړولي دي.

د سختو بارانونو او سېلابونو زیاتوالي په ۲۲ ولایتونو کې لسګونه کسان زیانمن کړي دي.

۷۰ کلن صوفي فقیر د پروان ولایت یو له هغو بزګرانو څخه دی، چې د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله یې کروندې زیانمنې شوې دي.

هغه ازادي راډيو ته وویل، سېلابونو تر ټولو زیات زیانونه کروندګرو ته اړولي دي.

نوموړی وايي: "سېلاب یو افت دی، د مولیو او پیازو پاڼې یې سورۍ کړې، سهار یې رنګ ډېر روښانه و، خو اوس ژیړې شوي دي، کروندګرو ته یې ډېر زیان اړولی دی."

"سېلاب یو افت دی، د مولیو او پیازو پاڼې یې سورۍ کړې

په پروان کې سېلابونو د کورونو او کروندو د ويجاړولو ترڅنګ د دغه ولايت هټيوال او کسب‌ګر هم زيانمن کړي دي.

۴۵ کلن غلام دستګیر چې د پروان ولایت په مرکز د چاریکارو په ښار کې د بوټانو ګنډلو کار کوي، ازادي راډیو ته وويل، سېلاب یې ټول د بوټانو ګنډلو سامانونه له ځانه سره وړي دي.

دا بوټ ګنډونکی وايي: "ورځې تر بې‌ګاه دلته بوټان ګنډم، سېلاب زما ټول شیان له ځانه سره یوړل، له کار او غریبۍ څخه پاتې شوم، موږ حیران یو چې څه وکړو؟ رنګ، برس ټول شیان یې رانه یوړل."

پروان ولايت کې سېلابونو خلکو ته زيانونه اړولي دي.
پروان ولايت کې سېلابونو خلکو ته زيانونه اړولي دي.

بل‌خوا د پروان ولايت د اوليايي ولسوالۍ د خويسران د کلي اوسېدونکى عبدالنويد وايي، سېلابونو يې د ورزشي کلب ودانۍ زيانمنه کړې او د دغه کلب ټول وسايل له منځه تللي دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د کلب ښېښې یې ماتې کړې وې، له همدې لارې څخه سېلاب کلب ته راننوتلی و، سېلاب ډېر وېروونکی و، زیان یې ډېر اړولی دی، کلب ډېر لوی دی، وسایل زیات وو، ټول یې خراب کړي دي. موږ په تکاو کې یوو، تر هغه چې دا وچیږي دوه دوه نیمې میاشتې نیسي."

سېلاب ډېر وېروونکی و، زیان یې ډېر اړولی دی

د طالبانو د حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د وزارت وياند شفيع‌الله رحيمي رسنيو ته په يو ويډيويي پيغام کې د دغو سېلابونو د ځاني او مالي زيانونو د شمېرو په اړه معلومات ورکړي.

نوموړي ويلي دي: "د ١۴۰٢ لمريز کال د سلواغې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او زلزلو له امله په فراه، فاریاب، بلخ، ارزګان، کونړ، نورستان، لغمان، بغلان، سمنګان، پروان، کندز، پنجشېر، میدان وردګ، بدخشان، تخار، پکتیکا، پکتیا، کابل، خوست، هلمند، جوزجان او نیمروز ولایتونو کې له بده مرغه ۱۳ تنه شهیدان، ۷۲ تنه ټپیان شوي دي، ۱۸۹۳ کورونه په جزوي او بشپړه توګه ویجاړ شوي او څه باندې ۲۴۷۰۰ جریبه ځمکه ویجاړه شوې ده."

د ښاغلي رحیمي په وینا ، په تېرو دوو ورځو کې په پنځو ولایتونو کې ۱۱۴ د استوګنې کورونه په جزوي یا بشپړ ډول ویجاړ شوي او څه باندې ۲۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه په بشپړه توګه تخريب شوې ده.

سېلابونو د خلکو هټيو ته هم زيانونه اړولي. پروان ولايت کې د راوتليو سېلابونو انځور
سېلابونو د خلکو هټيو ته هم زيانونه اړولي. پروان ولايت کې د راوتليو سېلابونو انځور

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې هم د افغانستان په ۲۶ ولايتونو کې د واورې، سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وايي، د افغانستان په اووه ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو شدت ۶۴۵ کورنۍ زیانمنې کړې دي.

دغې ادارې د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځو په جلا جلا ټوېټونو کې ویلي چې، مرستندویه ادارې له زیانمنو سره مرسته کوي، خو د بوديجې کمښت د مرستو کچه محدوده کړې ده.

د روان میلادي کال په پیل کې د طالبانو د حکومت په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو، په ۱۴۰۱ میلادي کال کې د طبیعي پېښو له امله تر ۱۱۰۰ زیات افغانان وژل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG