د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

ډبلیو ایف پي: د اکټوبر تر پایه به زمونږ د خوراکي توکو د وېش زېرمې ختمې شي


ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام موټرې. په دغو موټرو کې د مرستو توکي دي او پکتیکا ته لېږدول کېږي. June 24, 2022
ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام موټرې. په دغو موټرو کې د مرستو توکي دي او پکتیکا ته لېږدول کېږي. June 24, 2022

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبیلو ایف پي' خبرداری ورکوي، چې د روان کال د اکټوبر تر پایه به د دوی د خوراکي توکو د وېش زېرمې ختمې شي.

ډبلیو ایف پي وايي، د روان کال تر اکټوبر میاشتې پورې پنځه میلیونه اړو افغانانو سره د خوراکي موادو مرسته کولای شي.

د دې ادارې مشرې 'هیساو وای لي' د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د دوی اوسنۍ بودیجې او د مرسته کوونکو هېوادونو ژمنو ته په کتو به د مرستو د کمېدو کچه په اګسټ کې پیل شي او په سپټمبر کې به نوره هم کمه شي.

نوموړې ویلي، چې په ورپسې میاشت اکټوبر کې به د دوی مالي سرچینې ختمې شي.

په اکټوبر میاشت کې په افغانستان کې د ژمي موسم وي او د دې هېواد په ډېری سیمو کې سختې واورې ورېږي او خلک اړ دي د ګېډې مړولو تر څنګ خپل کورونه هم تاوده کړي.

په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

هیساو وای لي ویلي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په ښځینه کارکونکو د کار کلک بندیز لا هم پر خپل ځای دی نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د شپې له لوري په لوږه ویده کېږي.

د نوموړې په خبره، دوی د اوس او راتلونکي کال د مارچ تر پایه شاوخوا يو ميليارد ډالرو ته اړتيا لري.

د خوړو نړیوال پرواګرام له دې وړاندې هم له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو نه د افغانستان لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.

دغې ادارې ویلي وو، چې افغانستان په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت له امله د تر ټولو ډېرو پېښېدونکو ناروغیو سره مخ دی.

د خوړو نړیوال پرواګرام وايي، په منځنۍ کچه د افغان کورنیو ۸۸ په سلو کې عواید په خوراکي موادو لګول کېږي، ځکه د ډبیلو ایف پي د معلوماتو پر بنسټ ۹۲ سلنه افغانان په کافي اندازه خوراکي موادو ته لاسرسی نه لري.

په افغانستان کې د یوې کورنۍ دسترخوان. ارشیف
په افغانستان کې د یوې کورنۍ دسترخوان. ارشیف

په همدې حال کې یو شمېر بې وزله افغانان وايي، ژوند یې په بهرنیو مرستو ولاړ دی او که مرستي بندېږي له سختو ستونزو سره به مخ شي.

د کونړ ولایت اوسېدونکي خالقیار ازادي راډيو ته وویل: "په اوس وخت کې زما په ګډون ډېر افغانان، بې کاره دي او ژوند یې په بشري مرستو ولاړ دی. که د ملګرو ملتونو او ګڼو نورو مرسته کوونکو هېوادونو مرستې درېږي هماغسې چې نړیوالو بنسټونو وړاندوینې کړي چې میلیونونه افغانان به له سخت ګواښ سره مخ شي. زموږ غوښتنه دا ده، چې نړیوال له بې وزله افغانانو سره مرسته وکړي."

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی سمیع الله دولت زی هم ورته خبره کوي.

نوموړی وایي: "په داسې حال کې، چې په افغانستان کې بې وزلي او بې‌کارۍ ورځ تر بلې زیاتېږي که په دې حالت کې بشري مرستې ودرېږي نو خلک به له سختو اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ شي."

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ د پیلېدو راورسته په دې هېواد کې بې وزلي او بې کاري تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

ارشیف: د نړیوالو مرستندویه موسسو له لوري په غزني کې بې وزلو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور.
ارشیف: د نړیوالو مرستندویه موسسو له لوري په غزني کې بې وزلو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي د غبرګولی په ۳۰ په خپل یو راپور کې چې په خپل وب پاڼه یې خپور کړی و، ویلي وو، اټکل کوي چې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه ډېر وګړي په شدید ډول د خوړو خوندیتوب نه لري او ۲.۸ میلیونه کسان له شدیدې لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا هم خبرداری ورکړی وو، چې دا مهال په افغانستان کې ۲۸.۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG