د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

افغانستان او ځینو هېوادونو کې د خوړو د نه خوندیتوب په تړاو خبرداری


په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي، چې احتمالاً د ۲۰۲۳ کال له جون څخه تر نومبر مياشتې پورې به د ۲۲ هېوادونو په ۱۸ سیمو کې د خوړو خوندیتوب نور هم خراب شي.

د کابل ولايت اوسېدونکې سميرا چې ښوونکې وه او د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې له دندې ګوښه شوې ده وايي: "هرې دروازې ته لاړم، نانوايي ته لاړم دوکانونو ته لاړم هر څه مې وکړل چا راته خیرات را نه‌کړ."

نوموړې چې د خپل د کورنۍ سرپرسته ده، وايي، خاوند یې ورک دی او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

سميرا وايي: "هېڅ سرمایه نه‌لرم چې یو کار وکړم. پخوا به خلکو خیرات راکاوه اوس څوک هغه هم نه راکوي. بیخي حیرانه یم چې څه وکړم. درې څلور ورځې کېږي چې هېڅ څه مې نه‌دي پاخه کړي."

د کابل ښار بله اوسېدونکې مقدسه هم د خپلې بې‌وزلۍ کيسه کوي.

نوموړې وايي، خاوند یې څلور کاله مخکې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او دا له دوه ماشومانو سره یې یوازې پاتې شوه.

مقدسه وايي: "پخوا به مې د خلکو په کورنو کې کالي مینځل، خو اوس اقتصاد خراب شوی ما هم څوک کار ته نه‌غواړي. ماشومانو مې ښوونځی پرېښود، خرڅ مې نه‌شو ورکولای. اوس هم که سهار څه وخورو د شپې ډوډۍ ته حیران یو. کله کله مې ماشومان له نانوايي څخه سوځېدلې ډوډۍ راوړي په همغه شپه تېرو."

دا مېرمنې په داسې حال کې د خپلې بې‌وزلۍ کیسې کوي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام د یوه راپور په ترڅ کې خبرداری ورکوي، چې احتمال لري د ۲۰۲۳ کال له جون څخه تر نومبر مياشتې پورې د ۲۲هېوادونو په هغو ۱۸ سیمو کې چې د خوړو له خوندیتوب ډېر ښه نه‌دی، نور هم خراب شي.

دې راپور کې چې نړيوال بانک د جون میاشتې په نهمې نېټې د ملګرو ملتونو د بشري چارو په ویبپاڼه کې خپور کړی ويل شوي چې افغانستان، نایجیریا، سومالیا، جنوبي سوډان او یمن د ۲۰۲۳ کال له جون څخه تر نومبر پورې د سترې اندېښنې په توګه پاتې دي.

د مې د میاشتې په نیمايي کې د اوبو د منځنۍ کچې د راټیټېدو، د واورې او اوبو د کمښت، په غرنیو ډنډونو 'یخچالونو' کې د واورو له وخته مخکې ویلې کېدو او په خاوره کې له اندازې د لږ لنده‌بل په نتیجه کې د افغانستان په شمالي، لوېدیځو او مرکزي سیمو کې د غنمو په وږو او ورشوګانو کې د پام وړ وچوالی راغلی دی.

همدا راز تر ډېره اټکل کېږي چې له منځنۍ درجې توده هوا به د روان کال له جون څخه تر اګست میاشتې پورې دوام وکړي چې په دې ترڅ کې به د درېیم پرله پسې کال لپاره د وچکالي له کبله د کروندو د دوهم فصل حاصلات محدود شي.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې د ۲۰۲۳کال د جون څخه تر اګست پورې په ټول هېواد کې د لوړې تودوخې د احتمال وړاندوینه کېږي، په دې حالت کې د درېیم پرله‌پسې کال لپاره دوامداره وچکالي کېدای شي د دوهم فصل د کښت د کموالي لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند، وحید الله اماني څو ورځې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي و، چې په اوس وخت کې په افغانستان کې تر ۱۵ میلیونه زیات وګړي د خوړو له پلوه له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو سازمان ویلي، روان ۲۰۲۳ میلادي کال به په افغانستان کې نږدې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG