د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د افغان ماشومانو پر زده کړو بندیزونه د بشري حقونو د معیارونو خلاف کړنه وبلل شوه


ارشیف: په افغانستان کې یو محلي ښوونځي
ارشیف: په افغانستان کې یو محلي ښوونځي

د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو منحل کړی او اوسمهال په بهر کې فعالیت کوي، د افغان ماشومانو پر زده کړو د طالبانو د حکومت بندیزونه د بشري حقونو د معیارونو خلاف عمل بولي.

د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو منحل کړی او اوسمهال په بهر کې فعالیت کوي، د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په افغانستان کې د ماشومانو د تعلیم په برخه کې د نړیوالو موسسو د فعالیتونو د بندولو په اړه د طالبانو د حکومت احتمالي پرېکړه ټکان ورکوونکې بللې ده.

د دغه کمېسیون ویاند شکرالله مشکور د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان ماشومانو پر زده کړو د طالبانو د حکومت بندیزونه د بشري حقونو د معیارونو خلاف دي.

شکرالله مشکور
شکرالله مشکور

مشکور زیاته کړه: "د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د زده کړو په برخه کې هر ډول محدودیتونه، د بشري حقونو او د اسلام د سپېڅلي دین له معیارونو سره په ټکر کې بولي او د طالبانو له مشرتابه څخه غواړي چې د هغو کړنو لاس واخلي چې ظالمانه او د بشري حقونو خلاف دي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو سازمان وجهي صندوق یا یونېسف د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو حکومت، ښايي د هغو نړیوالو موسسو فعالیتونه ودروي، چې په لرې پرتو سیمو کې ۵۰۰ زره افغان ماشومانو ته په ۲۱ زره محلي ټولګیو کې زده کړې ورکوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دو جاریک، د دې مسئلې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره په افغانستان کې د ماشومانو لپاره په سیمه ییزو ټولګیو کې د زده کړو د بهیر احتمالي ځنډول یو ګام شاته تګ بللی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دو جاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دو جاریک

رویټرز خبري اژانس د یونېسف په حواله ویلي، دوی هڅه کوي د هغو راپورونو په اړه نور اطلاعات ترلاسه کړي، چې ګواکې د طالبانو مشرتابه نه غواړي بهرنۍ موسسې د پوهنې په برخه کې مستقیمه ونډه ولري.

تر اوسه د طالبانو حکومت، په افغانستان کې د یونېسف او د د دغه ادارې د شريکانو د تعلیمي فعالیتونو د بندولو د پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د هغه مرستیال بلال کریمي، په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د ړنګ شوي جمهوری ریاست د پوهنې وزارت مرستیال او سرپرست اصف ننګ، د پوهنې له وزارت سره په همغږۍ د یونېسف د پروګرامونو پایلې په تېرو شلو کلونو کې اغېزمنې بولي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، چې په دې پروګرامونو کې د لرو پرتو سیمو له زده‌کړو بې برخې ماشومانو لپاره د ټولګيو جوړول هم شامل دي.

د ړنګ شوي جمهوری ریاست د پوهنې وزارت مرستیال او سرپرست اصف ننګ
د ړنګ شوي جمهوری ریاست د پوهنې وزارت مرستیال او سرپرست اصف ننګ

ننګ زیاته کړه: "که دا پروګرامونه ودرول شي او بديل يې نه وي، طبعاً دا يو تاوان دی، که ۶ لکه ماشومان له تعلیم څخه محروم شي، دا يو لوی زيان دی، خو که بدیل يې وي او معارف په ملي بودجې سره دا کار پر مخ وړي، ښه خبره ده، سره له دې چې دا يوازې او یوازې يو تعليمي پروګرام و او کوم بل هدف يې نه درلود."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلې واکمنېدو راهیسې، له شپږم ټولګي پورته نجونې،ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري او د تېر کال له ډسمبر میاشتې راهیسې د دوی پر لوړو زده کړو هم بندیز لګول شوی دی.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د دفترونو په کارونو کې د طالبانو د لاسوهنې راپورونه زیات شوي دي، څه موده وړاندې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام، ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو د لاسوهنې له امله د اپرېل میاشتې راهیسې په غور ولایت کې د مرستو د وېش بهیر درول شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG