د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

یونېسف: طالبان ممکن د موسسو له لوري د افغان ماشومانو ښوونځي بند کړي


په افغانستان کې د یونېسف له لوري تمویلېدونکی محلي ښوونځی. February 25, 2021
په افغانستان کې د یونېسف له لوري تمویلېدونکی محلي ښوونځی. February 25, 2021

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونېسف وايي، د طالبانو حکومت ممکن د نړیوالو ناحکومتي موسسو له لوري د افغان ماشومانو ښوونځي بند کړي او د پنځه لکه ماشومو نجونو اوهلکانو زده‌کړې له خطر سره مخامخ کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یونېسف پرون پنجشنبې وویل، د هغو راپورونو په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي چې پر اساس یې ویل کېږي چې طالب مشران نه‌غواړي بهرنۍ موسسې په مستقیم ډول د پوهنې په سکتور کې دخیل واوسي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې، چې واک ته رسېدلي، نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په یوه بیان کې ویلي: "یونېسف پر هغو راپورونو ژوره اندېښنه لري چې که په یوه میاشت کې د تعلیم په برخه کې له نړیوالو ناحکومتي موسسو څخه د کار کولو اجازه واخیستل شي د ۳ سوه زره نجونو په شمول تر ۵۰۰ زره ډېر ماشومان به، چې په محلي ټولګیو کې زده‌کړې کوي، له زده‌کړو پاتې شي."

یونېسف همدا راز ویلي چې هڅه کوي د طالبانو د مشرانو د هغه حکم په اړه نور معلومات ترلاسه کړي چې تر اوسه پورې یې اعلان کړی نه‌دی.

یونېسف د ۱۵ افغان او ۱۲ نړیوالو ناحکومتي موسسو په همکارۍ د افغانستان په وروسته پاتې او لیرې پرتو سیمو کې ۲۱ زره کلیوالي ښوونځي جوړ کړي دي.

په کندهار کې د یوه ښوونیز بنسټ له لوري جوړ شوی یو محلي ښوونځی. 17 May 2022
په کندهار کې د یوه ښوونیز بنسټ له لوري جوړ شوی یو محلي ښوونځی. 17 May 2022

مدني فعاله اوږۍ امېل وايي، د یونېسف له لوري په کلیوالي سیمو کې غیررسمي ښوونځي نه یوازې خلکو ته د زده‌کړو رڼا رسوي بلکې له دې لارې یې په اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو کې ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

دې همدا راز وویل چې که طالبانو په خپلې پرېکړې د دغو ښوونځیو مخه ونیوله، له افغانانو سره به یې لویه دښمني کړې وي.

دا ښوونځي په هغو سیمو کې چې ښوونځي په‌کې نه‌شته، د خلکو په کورونو یا حجرو کې جوړ شوي او افغان ماشومانو ته د پوهنې د وزارت د نصاب کتابونه تدریس کېږي.

ویل کېږي چې د طالبانو په حکم کې راغلي چې دا کلیوالي ښوونځي به کورنیو مرستندویو ډلو ته وسپارل شي.

د پوهنې وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، دا پرېکړه وروسته له دې شوې چې د طالبانو مشر ملاهبت الله په کندهار کې د ولایتونو د پوهنې له ریيسانو سره ولیدل.

طالبانو په ځلونو ادعا کړې چې ژر به د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي، خو اوس کافي بودیجه نه‌لري او په تعلیمي نصاب کې یې بدلون نه‌دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG