د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

ګوټېرېش: طالبان په نړيواله ټولنه کې د مدغمېدو لپاره بايد اساسي ګامونه پورته کړي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش د دې سازمان د امنیت شورا ته د وینا پر مهال
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش د دې سازمان د امنیت شورا ته د وینا پر مهال

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وایي، طالبان غواړي چې په نړیواله ټولنه کې مدغم شي، خو د دې کار لپاره باید اساسي ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش وایي، طالبان چې غواړي د نړیوالې ټولنې یوه برخه وي دې ته اړتیا لري چې د بشري حقونو د ساتنې او پرمختګ لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د څرګندونو دغه برخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پرون یکشنبې په ټویټرپاڼه کې خپره کړې او ویلي یې دي چې نوموړي دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په درې میاشتني راپور کې کړې دي.

په دغه راپور کې چې د جون په ۲۰ چمتو شوی، ویل شوي چې طالبان په افغانستان کې د واک ساتلو او ټینګولو ته دوام ورکړی چې په نتیجه کې یې شخړې نسبتاً کمې شوي، خو د افغانانو پر اساسي حقونو او ازادیو په تېره پر ښځو او نجونو محدودیتونه همداسې روان دي.

د راپور له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عملیات هم د طالبانو د حکومت د هغې پرېکړې له امله په مستقیم ډول اغېزمن شوي چې ښځې یې د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.

دغې پرېکړې په ځانګړې توګه افغان ښځو ته لاسرسی محدود کړی دی.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه او ټول افغانستان کې نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې. December 21, 2022
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه او ټول افغانستان کې نجونې له پوهنتوني زده کړو منع کړې. December 21, 2022

طالبانو له دې مخکې ښځې په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې هم له کار کولو راګرځولې دي.

دغه راز طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړي او هم یې نجونې او ښځې له پوهنتوني زده کړو را ګرځولې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټېرېش په دې راپور کې ویلي، که طالبان غواړي د نړیوالې ټولنې برخه شي باید د نورو مسایلو ترڅنګ د یوه ټولشموله حکومت جوړېدا او د هغو مسئلو په اړه پرېکړې یقیني کړي چې په ورځني ژوند اغېزې کوي.

د نیولو له وېرې پرته د مخالفتونو په شمول دې د بیان آزادیو ته اجازه ورکړي، غیرقانوني توقیفونه دې ودروي، په تېره د هغو کسانو چې پر ښځو او نجونو د جنسیتي توپیر له مخې د سختو محدودیتونو په وړاندې غږ اوچتوي.

په دې هدف د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې سوله‌ییز لاریونونه د طالبانو د چارواکو له خوا ځپل شوي او یو شمېر غړي یې د موقت وخت لپاره نیول شوي او لکه د زده کړو د فعال او قلم لار ټولنې د مشر مطیع‌الله ویسا په څېر یو شمېر نور د زده کړې د حقونو مدني فعالان لا تر اوسه د طالبانو په بند کې دي.

د زده کړو فعال او قلم لار ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا، چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.
د زده کړو فعال او قلم لار ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا، چې دا مهال د طالبانو په بند کې دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې یوناما د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خپلو ټولو تعاملاتو له لارې هڅه کوي چې دغه سخت محدودیتونه لیرې کړي.

څه باندې یوه میاشت وروسته پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو دوه کاله پوره کېږي، خو د نړۍ هېڅ یوه هېواد یې تر اوسه حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د نړیوالو له خوا د طالبانو د حکومت د په رسمیت نه پېژندلو یو اصلي لامل همدا د طالبانو له لوري پر نجونو او ښځو د زده کړې او کار پر حقونو پراخ لګول شوي محدودیتونه ګڼل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG