د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

عرب‌لیګ د جولان د لوړو په اړه د ډونالد ټرمپ وروستۍ پرېکړه رد کړه


ارشیف، د عرب‌لیګ د ټرمپ د هغې پرېکړې په غبرګون د غونډې عکس دی، په کوم کې چې امریکا له تل‌ابیبه د امریکا سفارت بیت‌المقدس ته انتقال کړ. د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۰۱
ارشیف، د عرب‌لیګ د ټرمپ د هغې پرېکړې په غبرګون د غونډې عکس دی، په کوم کې چې امریکا له تل‌ابیبه د امریکا سفارت بیت‌المقدس ته انتقال کړ. د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۰۱

په سیمه‌ییزو مسایلو کې د عربي هېوادونو د مشرانو ترمنځ له ځینو مخالفتونو سره سره پرون دغو مشرانو د ډونالد ټرمپ وروستۍ پرېکړه رد کړه.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د مارچ په ۲۵مه د جولان په اکثرو لوړو د اسرائیل حاکمیت په رسمیت وپېژاند.

جولان د سوریې او اسرائیل ترمنځ پرتې لوړې سیمې دي چې ډېر کلونه مخکې یې اکثرې برخې اسرائیل له سوریې نیولي.

د عرب‌لیګ مشرانو پرون په تونس کې په یوه ورځنۍ سرمشریزه کې یو په بل‌پسې د امریکا دا کار وغانده او ګواښ‌یې وکړ چې دا خبره به په سیمه کې نورو کړکېچونو ته لار هواره کړي.

د سعودي عربستان پادشاه سلمان بن عبدالعزیز چې د امریکا یو متحد دی وویل، هره هغه پروسه ردوي چې د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا تر تأثیر لاندې راولي.

د سعودي عربستان پادشاه سلمان بن عبدالعزیز
د سعودي عربستان پادشاه سلمان بن عبدالعزیز

نوموړي زیاته کړه:

"موږ یو ځل بیا هره هغه پروسه قطعاً ردوو چې پر جولان لوړو د سوریې حاکمیت متأثره کوي. موږ د سوریې د کړکېچ د یوه سیاسي حل لارې پر اهمیت ټینګار کوو."

د عرب‌لیګ ټولنې د سرمشریزې د اعلامیې له مخې چې پرون ناوخته د جرمني خبري اژانس ته رسېدلې، عرب مشرانو د ټرمپ وروستۍ پرېکړه بې‌اعتباره اعلان کړې.

اسرائیلو په ۱۹۶۷ میلادي کال کې له سوریې سره په یوه شپږ ورځنۍ جګړه کې د جولان اکثرې ستراتېژیکې لوړې سیمې ونیولې او په ۱۹۸۱ کال کې یې د خپلې خاورې برخه اعلان کړه، خو نړیوالې ټولنې تر اوسه په رسميت نه‌دي پېژندلي.

که څه هم اسرائیل تل هڅه کړې چې نړیوال قانع کړي، څو پر جولان د دوی حاکمیت وپېژني، خو له امریکا پرته چا دې کار ته غاړه نه‌ده ایښې.

د اسرائیلو په اړه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ مخکې یوه بله مهمه پرېکړه کړې وه چې له تل‌ابیبه‌یې د امریکا سفارت بیت‌المقدس ته انتقال کړ او په نتیجه کې‌یې د ګڼو مسلمانانو او نړیوالې ټولنې غبرګون وپاراوه.

  • د اروپايي ټولنې غبرګون

د عرب‌لیګ په پرونۍ سرمشریزه کې د اروپايي ټولنې د بهرنی سیاست مشرې فدریکا موګرېني هم د جولان په لوړو سیمو د سوریې له حاکمیته ملاتړ وکړ.

  • د لبنان غبرګون

د لبنان ولسمشر میشل عون وویل چې په جولان لوړو سیمو د اسرائیل د حاکمیت او د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت‌المقدس په رسمیت پېژندنه د ټولو نړیوالو پرېکړه‌لیکونو ښکاره تر پښو لاندې کول دي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس هم د ډونالد ټرمپ پر وړاندې د زیاتو اقداماتو ګواښ کړی.

د عرب‌لیګ مشر احمد ابولغیط هم په ټرمپ سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اشغال جنایت دی او توجیه‌یې تر هغې لویه ګناه.

اسرائیل او متحده ایالاتو د عرب‌لیګ د دې پرېکړې په اړه سمدستي څه غبرګون نه‌و ښودلی، خو د امریکا ولسمشر د جولان په اړه د پرېکړې تر اعلان مخکې ویلي و چې اوس‌یې وخت رسېدلی، څو پر جولان لوړو د اسرائیل حاکمیت په رسمیت وپېژندل شي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG