د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

۵ اروپايي هېوادونه: د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت نه‌پېژنو


د جولان پر لوړو د اسرائیل بیرغ
د جولان پر لوړو د اسرائیل بیرغ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو اروپايي غړو ویلي، د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت نه‌پېژني.

بریتانیا، فرانسې، جرمني، بلجیم او پولنډ چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي دي، په یو غږ ویلي چې د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت نه‌پېژني.

په ملګرو ملتونو کې د بلجیم استازي مارک پیسټان ډي بویټس ویرفه، د څلورو نورو اروپايي هېوادونو له استازو سره یوځای، د جولان د لوړو په اړه د خپل توافق متن داسې ولوست:

د بلجیم او د اروپايي اتحادیې بیرغونه
د بلجیم او د اروپايي اتحادیې بیرغونه

"د نړیوال قانون مطابق او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اړوند پرېکړه‌لیکونو په ځانګړې توګه د ۲۴۲ او ۴۹۷ شمېره پرېکړه‌لیکونو سره سم، موږ د جولان د لوړو په شمول په ټولو هغو سیمو د اسرائیل حاکمیت په رسمیت نه‌پېژنو چې د ۱۹۶۷ میلادي کال د جون له میاشتې راوروسته اشغال شوي دي او موږ دا سیمې د اسرائیلو د حاکمیت برخه نه‌بولو."

په ملګرو ملتونو کې د بلجیم سفیر همدارنګه وویل، په زور یا فشار د یوې سیمې الحاق د نړیوال قانون په چوکاټ کې په بشپړه توګه منعه دی.

د اروپايي هېوادونو دا دریځ د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له هغې پرېکړې سره په مخالفت کې دی چې ویلي یې دي:

"د جولان لوړې د اسرائیلو د خاورې د یوې برخې په توګه په رسمیت پېژني."

ولسمشر ټرمپ په‌دې اړه د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو په وړاندې یوه اعلامیه لاسلیک کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوې رسمي اعلامیې په لاسلیک سره د جولان پر لوړو د اسرائیل حاکمیت په رسمیت وپېژاند.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوې رسمي اعلامیې په لاسلیک سره د جولان پر لوړو د اسرائیل حاکمیت په رسمیت وپېژاند.

تر دې مخکې یو شمېر عربي هېوادونو او همدارنګه روسیې او ایران د امریکا پر دې پرېکړې سخت انتقادونه کړي وو.

اسرائیلو په ۱۹۶۷ میلادي کال کې په منځني ختیځ او افریقا کې له ۱۲ عربي هېوادونو سره له شپږ ورځنۍ جګړې وروسته د جولان لوړې اشغال کړې.

دا سیمې په اصل کې د سوریې د خاورې برخه وه او د دې هېواد له پلازمېنې دمشق سره شااوخوا ۷۰ کیلومتره واټن لري.

په ملګرو ملتونو کې د بلجیم سفیر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۶» وویل، د امریکا له‌خوا د جولان پر لوړو د اسرائیلو د حاکمیت په رسمیت پېژندلو اندېښمن کړي دي، ځکه د نوموړي په وینا دا اقدام ښايي بد عواقب ولري او د سیمې په سطحه به یو غیر قانوني الحاق وبلل شي.

XS
SM
MD
LG