د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

ټرمپ: امریکا باید د جولان لوړو پر سیمه د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت وپېژني


ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې وینا ستاینه کړې چې وايي، متحدایالات باید د جولان لوړې د اسرائیلو د قلمرو په توګه په رسمیت وپېژني.

ښاغلي نتانیاهو پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، په‌داسې حال کې چې ایران د اسرائیلو د له منځه وړلو لپاره د سوریې له خاورې کار اخلي ولسمشر ټرمپ په ډېر جرأت د جولان پر لوړو د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت پېژني.

په همدې حال کې د اسرائیلو د صدراعظم دفتر وايي چې نتانیاهو پرون له ښاغلي ټرمپ سره پر ټیلیفون خبرې وکړې، شخصاً یې له هغه د دې پرېکړې له کبله مننه وکړه او ورته ویې ویل چې ته تاریخ جوړوونکی یې.

ولسمشر ټرمپ پرون پنجشنبې د وري په لومړۍ نېټه پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل، هغه وخت را رسېدلی چې امریکا د جولان لوړو پر سیمه د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت وپېژني.

ښاغلی ټرمپ لیکي، د جولان لوړې د اسرائیلو د دولت او د سیمې د ثبات لپاره له ستراتیژیک او امنیتي پلوه مهمه او حساسه سیمه ده.

ټاکل شوې چې د اسرائیلو صدراعظم راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته د سفر په ترڅ کې له ولسمشر ټرمپ سره وګوري.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د جولان لوړې چې مساحت یې ۱۸۰۰ کیلومتر مربع دی، اسرائیلو په ۱۹۶۷میلادي کال کې د یوې شپږ ورځنۍ جګړې په پای کې له سوریې څخه ونیوله.

اسرائیلو د دې سیمې له اشغال وروسته په ۱۹۸۱میلادي کال کې هلته خپل قوانین هم نافذ کړل او عملاً یې د خپل قلمرو یوه برخه وګرځوله، خو نړیوالې ټولنې تر اوسه دا اقدام په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

اسرائیلو د ۱۹۶۷ میلادي کال په جګړه کې ختیځ بیت المقدس هم ونیوه او دا ښار یې د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړ په داسې حال کې چې فلسطینیان غواړي ختیځ بیت المقدس د دوی د راتلونکي دولت پلازمېنه وي.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې بیت‌المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژند او حکم یې وکړ چې امریکا خپل سفارت له تل ابیبه دې ښار ته ولېږدوي.

XS
SM
MD
LG