د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د جولان د لوړو په اړه د ټرمپ ناڅاپي اعلان او د یو شمېر هېوادونو غبرګونونه


سوریې نن د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ناڅاپي اعلان وغانده چې وايي، واشنګټن به د جولان لوړو پر سیمه د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت وپېژني.

  • د سوریې غبرګون

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې دا څرګندونې غیر مسؤلانه بللې دي.

ولسمشر ټرمپ پرون- د وري په لومړۍ نېټه پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل، د جولان لوړې له سټراتیژیک او امنیتي پلوه د اسرائیلو د دولت او سیمه‌ییز ثبات لپاره مهمه او حساسه سیمه ده.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د ټرمپ وینا د اسرائیلو له صیهونیست رژیم څخه په ړندو سترګو د امریکا پلوي ښيي.

بیان زیاتوي، د جولان لوړې به د سوریې او عربو په ولکه کې وي او د ټرمپ څرګندونې دا حقیقت نه‌شي بدلولای.

  • د روسیې غبرګون

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، د جولان د لوړو د مؤقف بدلول به د ملګرو ملتونو له پریکړه‌لیکونو مستقیمه سرغړونه وي.

انټرفکس خبري آژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله خبر ورکوي چې نوموړې د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه په غبرګون کې وايي، د مسکو دریځ دا دی چې د جولان لوړې په سوریې پورې اړه لري او په‌دې کې به بدلون رانه‌شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا

زاخارووا ویلي، پردې سیمه د سوریې د دولت حاکمیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۴۹۷م نمبر پریکړه‌لیک پر اساس تثبیت شوی دی.

  • د ایران غبرګون

همدا راز ایران ویلي چې د اسرائیلو د قلمرو د یوې برخې په توګه د جولان لوړو ته د رسمیت ورکولو په اړه د ټرمپ څرګندونې د منلو وړ نه‌دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن پر دولتي ټلوېزیون خپور ویلي، دا غیر قانوني پریکړه د منلو وړ نه‌ده او دا حقیقت نه‌شي بدلولای چې د جولان لوړې په سوریې پورې اړه لري.

تهران او مسکو د دمشق له اصلي متحدانو څخه دي، خو پر دوی سربېره عربي ټولنې او ترکیې هم د جولان د لوړو په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونې غیرقانوني بللي دي.

  • د عربي ټولنې غبرګون

د عرب لیګ عمومي منشي احمد ابولغیظ پرون وویل، د جولان لوړې د ملګرو ملتونو د پریکړه‌لیکونو له مخې د سوریې د قلمرو جز دی، خو اشغال شوې دي. ابولغیظ ویلي دي چې په دې اړه د ټرمپ خبرې بې ارتباطه دي.

  • د ترکیې غبرګون

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر محمود چاووش اوغلو هم پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې د هېوادونو ارضي بشپړتیا د نړیوالو قوانینو مهم اصل دی.

هغه ویلي چې د اسرائیلو اقداماتو ته مشروعیت ورکول له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او نتیجه به یې یوازې په سیمه کې نور تشدد وي.

چاووش اوغلو لیکلي چې ترکیه د سوریې د ارضي بشپړتیا ملاتړ کوي.

که واشنګټن د جولان د لوړو پر سیمه د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت وپېژني نو دا به د امریکا په پالیسۍ کې د ستر تغییر نښه وي او د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته به له انتخاباتو یوه میاشت مخکې لا زیات سیاسي قوت ورکړي.

د جولان لوړو سیمه چې ټول مساحت یې ۱۸۰۰ کیلومتر مربع دی، اسرائیلو په ۱۹۶۷ میلادي کال کې له سوریې څخه ونیوله.

اسرائیلو په ۱۹۸۱ کال کې هلته خپل قوانین نافذ کړل او عملاً یې د خپل قلمرو یوه برخه کړه، خو نړیوالې ټولنې تراوسه هم دا اقدام په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG