د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

عرب مشران به نن په یوه خوله د جولان د لوړو په اړه د ټرمپ د پرېکړې مخالفت وکړي


 د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
 د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د عرب لیګ مشران نن په تونس کې راټولېږي او تمه ده چې ټول به په یوه خوله د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له هغې پرېکړې سره مخالفت وکړي چې د جولان د لوړو اشغال شوې سیمه یې د اسرائیلو د قلمرو په توګه په رسمیت وپېژندله.

تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې متحدایالات د همدې قضیې په تړاو په څنډه کې پاتې شو او ټولو یې په دې اړه له دریځ سره مخالفت څرګند کړ.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د عرب لیګ د ویاند محمود عفیفي له قوله لیکي چې نوموړی وايي، د ۲۲ غړو لرونکې عربې ټولنه به د خپلې نننۍ غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړي او په هغه کې به د جولان د لوړو په اړه د نړیوالې ټولنې اجماع چې دا سیمه د سوریې اشغال شوې خاوره ګڼي، تأیید کړي.

سوریې د متحدایالاتو دا پرېکړه د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه بللې او حتی د سوریې متحد هېواد شمالي کوریا په یوه بیان کې سوریې ته د دې اشغال شوې سیمې د بېرته ورکولو له داعیې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

اسرائیلو د جولان لوړې په ۱۹۶۷ کال کې د عربو او اسرائیلو د جګړې پرمهال ونیولې او په ۱۹۸۱ کال کې یې رسماً د خپل قلمرو برخه کړه، خو نړیوالې ټولنې تر دې دمه د اسرائیلو دا اقدام په رسمیت نه دی پېژندلی.

نننۍ سرمشریزه به په عرب لیګ کې سوریې ته د بیا غړیتوب پر ورکولو هم غور وکړي.

په دې ټولنه کې د سوریې غړیتوب په ۲۰۱۱ کال وروسته له هغه وځنډول شو چې د سوریې حکومت د سوله ییزو مظاهره چیانو پرضد له تشدد څخه کار واخیست.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری عربي هېوادونو په دې وروستیو کې د بشارالاسد له حکومت سره بیا اړیکې ټینګې کړي دي.

په پام کې ده چې د عرب لیګ مشران د اسرائیل او فلسطین د کړکېچ د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د سیالۍ او د یمن د جګړې پر موضوعاتو هم بحثونه وکړي.

د الجزایر، سوډان او مراکش مشرانو اعلان کړی دی چې د عرب لیګ یا عربي ټولنې په سږنۍ کلنۍ سرمشریزه کې ګډون نه کوي.

XS
SM
MD
LG