د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

پر سینګارتونونو بندیز وروستی نقض او له ښځو د کاري فرصتونو اخیستل وبلل شو


ارشیف: په کابل کې یوه ښځینه سینګار خونه
ارشیف: په کابل کې یوه ښځینه سینګار خونه

د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر په افغانستان کې د ښځو پر سینګارتونونو بندیز د ښځو د حقونو وروستی نقض او له دوی څخه د کاري فرصتونو اخیستل بللي دي.

په افغانستان کې د ښځو د سیګارتونونو د سالونونو د فعالیت د بندولو په اړه د طالبانو د حکم په اړه د غبرګونونو په دوام، د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر وايي چې ښځې باید د هر هېواد په اقتصاد کې برخه ولري، څو له ناورین د وتلو پایښتي لار جوړ کړي او د پرمختیا پایلوته ښه‌والی ور وبخښي.

دغه سازمان د یوه ټویټ په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو پر سینګارتونونو بندیز د ښځو د حقونو نقض او له دوی څخه د کاري فرصتونو اخیستل بللي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی د ټولو هغو تبعیضي سیاستونو خلاف دي چې د واکمنو چارواکو 'طالبانو' له خوا پلي کېږي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق

نوموړي ويلي: "موږ د ټولو تبعیضي سیاستونو مخالفت کوو، کوم چې د واکمنو چارواکو له خوا پلي کېږي."

د طالبانو حکومت په رسمي ډول د دغه نوي بندیز په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو تل یې ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

په هغه مکتوب کې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوی او ادعا شوې چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا دی، له کوم ځانګړي دليله پرته د سینګارتونونو د بندېدلو امر شوی.

ویل شوي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په لفظي حکم د چنګاښ د مياشتې له څلورمې نېټې څخه د زمري میاشتې تر دریمې پورې د کابل ښار او ولایتونو ټولو سینګارتونونو ته وخت ورکول کېږي چې خپل فعالیت بند کړي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله
د طالبانو د مشر ملا هبت الله

د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو د خونې یوې سرچینې ازادي راډيو ته د دغه مکتوب رسېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې دا مهال په افغانستان کې د ښځو د سینګارتونونو ۱۲ زره سالونونه فعالیت لري او په دغو سالونونو کې شاوخوا پنځوس زره ښځې کار کوي.

یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې د طالبانو دا حکم غیرعادلانه بولي.

د کابل ښار اوسېدونکې ۲۴ کلنه بهرامي وايي، غوښتل يې د خپل واده لپاره چې په نږدې وختونو کې دی سینګارتون ته لاړه شي، خو طالبانو يې د دغه ارمان د پوره کېدو مخه ونيوله.

اغلې بهرامي وايي: "زه ډېره متاثره شوم چې سینګارتونونه تړل شوي، زه نه شم کولی د واده په مراسمو کې ارایشګاه ته ولاړه شم، زما یوه هیله دا وه چې لاړه شم او ځان سینګار کړم، خو اوس نه شم کولی. ورځ په ورځ له هر څه څخه منع کېږو."

د کابل ښار اوسېدونکې لېمه، چې کله ناکله د سینګار لپاره سینګارتون ته تلله، وايي چې د سینګارتونونو د تړلو لپاره هېڅ معقول دليل نه شته.

نوموړې وايي: "زه چې تل سینګارتون ته تللې یم، لیدلي مې دي چې هر سینګارتون ځان ته قانون لري، دروازه یې پورې او پرده یې کش وي، یو نارینه هم د دې حق نه لري چې سینګارتون ته ننوځي، موږ چې سینګارتون ته ځو او سینګار کوو، دا کوم د شریعت خلاف کار نه دی."

په همدې حال کې د بشري حقونو یوه فعاله نجیبه سنجر په دې باور ده چې له اقتصادي فعالیتونو د ښځو محدودول به په ټولنه کې د ښځو ونډه کمه کړي، اقتصادي وده به محدوده، بې‌وزلي به زیاته او ښځې به نارینو ته محتاجې وي او د دوی پر وړاندې به تاوتریخوالی زیات شي.

اغلې سنجر وايي: "له ټولنیزو فعالیتونو څخه د ښځو لرې کول به په سیاسي او اقتصادي پرېکړو کې د ښځو رول کم کړي او کولی شي په ټولنیزو بدلونونو او دوامداره پرمختګ کې د ښځو د رول اغېزمنتوب محدود کړي. ښځې به تل انحصارې او غلامې پاتې شي."

له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځيو تړل، له پوهنتونونو څخه د دوی راګرځول، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګول، ښځې ورزشي کلبونو او تفریحي پارکونو ته نه پرېښودل او له حجاب پرته د اوږده واټن سفر ته اجازه نه ورکول، نور هغه محدودیتونو دي چې له دې مخکې د طالبانو خوا په افغان ښځو او نجونو لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG