د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د «خال» تاریخ تر کومه رسي؟


«خالونه واړه شنه خالونه-د زنې خال دې مرور پخلا کوينه»

  • د خالونو وهلو تاریخ تر کومه رسي؟
  • په اړه‌یې کوم باورونه موجود دي؟
  • د افغانستان په کومو سیمو کې خالونه ډېر وهل کېږي؟
  • په ولسي او فلکلوریک ادب کې د خال ځای کوم دی؟

په افغانستان کې سینګار او خال په تېره بیا شین خال له پخوا زمانې څخه دود دی، مېرمنو او نجونو به په تندي، زنه او شونډو شنه خالونه وهل.

په ځینو سیمو کې به هغو نارینه‌وو چې درد به‌یې لیدلی و، خپلې مینې ته به نه‌و رسېدلی، نو د معشوقې نوم به‌یې په خپل لاس یا هم ټټر خال کوبي کاوه.

یو شمېر ماشومان به هم چې ډېر نازولي وو، کورنۍ به‌یې له ډېره خیاله خال ورته کېښوده.

خال په ولسي ادب کې هم ډېر ستایل شوی، د کابل پوهنتون د فلکلور استاد احمد شاه زغم وایي چې خال په فلکلور کې له ځانکړي ارزښته برخه‌مند دی.

دا اوونۍ د ژوند په شېبو کې خپرونه مو خال ته ځانګړې کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:53 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG