د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

سیستماتیک محدودیتونه؛ د ملګرو ملتونو متخصصانو د افغان ښځو او نجونو وضعیت ناوړه وباله


ارشیف: یو طالب د هغو اړمنو ښځو مخ ته ولاړ دی چې د بې وزلۍ له کبله مرستو ته ولاړې دي.
ارشیف: یو طالب د هغو اړمنو ښځو مخ ته ولاړ دی چې د بې وزلۍ له کبله مرستو ته ولاړې دي.

د ملګرو ملتونو متخصصان وايي چې طالبانو په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو پر بشري حقونو محدودیتونه لګولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچاد بېنیټ، دغه راز د ښځو او نجونو په وړاندې د تبعیض په چارو کې د ملګرو ملتونو د کاري ډلې مشرې دوروتي ایسترادا تانک په خپل ګډ راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت د نړۍ په سطحه ناوړه بللی دی.

د افغان ښځو او نجونو په باب دغه ګډ راپور چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې شوی، پرون خپور شو.

په دغه راپور کې د ښاغلي بېنیټ له قوله راغلي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې شدید تبعیض تجربه کوي، چې ممکن جنسیتي تبعیض یا هم د بشریت خلاف جنایت وګڼل شي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچاد بېنیټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچاد بېنیټ

د راپور په دوام راغلي، داسې ښکاري چې د طالبانو د حکومت چارواکي چې له سیستماتیک تبعیض سره حکومتولي مخته وړي، په پام کې لري پر ښځو او نجونو بشپړه واکمني ولري.

له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي بیا قدرت ترلاسه کړ، پر ښځو او نجونو یې خورا زیات محدودیتونه لګولي دي.

نجونو ته یې تر اوسه تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې، د ښځو او نجونو پرمخ یې د پوهنتونو دروازې هم وتړلې او په غیردولتي ادارو یا هم د ملګرو ملتونو په بنسټونو کې یې د ښځو کار هم منع کړی.

ښځو او نجونو ته د دوی له‌خوا اجازه نه‌شته چې عمومي پارکونو، عمومي حمامونو ته لاړې شي یا هم له محرم پرته اوږد سفر وکړي.

په تازه مورد کې طالبانو د ښځو سینګارځایونو ته هم یوه میاشت وخت ورکړی، چې خپل فعالیتونه بند کړي.

ارشیف: په مزارشریف کې یو سینګارتون چې طالبانو یې د تړلو امر کړی
ارشیف: په مزارشریف کې یو سینګارتون چې طالبانو یې د تړلو امر کړی

د ملګرو ملتونو د متخصصانو په ګډ راپور کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تبعیض په چارو کې د ملګرو ملتونو د کاري ډلې د مشرې دوروتي ایسترادا تانک په حواله لیکل شوي چې په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو هېوادونو او سیمو کې د ښځو او نجونو د حقونو په وړاندې منفي عکس العملونه ښودل شوي، خو د افغانستان په څېر په یوه هېواد کې هم د ښځو او نجونو پر حقونو دومره لوی ګوزارونه نه‌دي شوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دغه راپور په ډېرو سختو او ځپونکو شرایطو کې د افغان ښځو مقاومت او توانمندي ښيي، چې د ښځو د ورځني ژوند لنډ توضیحات دي.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د دغو متخصصانو د ګډ راپور په باب تازه عکس العمل نه‌دی ښوولی، خو تر دې مخکې یې ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د اپرېل میاشتې له ۲۷مې د مې میاشتې تر څلورمې افغانستان ته سفر کړی و او د کابل تر څنګ یې مزار شریف ښار کتلی و.

دوی په خپل ګډ راپور کې ویلي، چې دا مهال د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې جنسیتي تبعیض روان دی او په دې راپور کې ټینګار شوی چې جنسیتي تبعیض د روم د کړنلارې له مخې د بشريت پر خلاف جنایت ګڼل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG