د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند له بشري جرایمو سره انډول وبلل شو


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند یو انځور

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه تازه پیغام کې له نړیوالو غوښتي، چې د افغان ښځو په ملاتړ اقدام وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل په یو تازه پیغام کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې هلته چې ښځې او نجونې د خپل جنسیت له کبله تعقیب او په نښه کېږي، د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې مبارزه جریان لري.

په دې پیغام کې چې پرون د ایمنسټي انټرنېشنل پر ټویټر خپور شو، لیکل شوي، افغان ښځې او نجونې چې د طالبانو تر ظالمانه واکمنۍ لاندې ګیر پاتې دي، له خپلو ټولو اساسي حقونو او آزادیو څخه محرومې دي.

په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو بر زده کړو بندیز لګولی دی.
په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځی. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو بر زده کړو بندیز لګولی دی.

په پیغام کې په تکرار سره یادونه شوې، چې طالبان افغان مېرمنو ته په ټولنیز او سیاسي چاپېریال کې د ګډون اجازه نه ورکوي، غږ یې ور غلی کوي او د هغوی هیلې یې له منځه وړې دي.

په بیان کې د زده کړو او مسلکي پرمختګ او همداراز د جامو او آزادانه تګ راتګ له امکاناتو د نجونو او ښځو د بې برخې کولو یادونه شوې او ویل شوي، چې طالبان له دې محدودیتونو هر راز سرغړونو ته په تشدد او بې‌رحمۍ سره ځواب وايي.

په پیغام کې دا یادونه هم شوې، چې افغان ښځې په غیرقانوني ډول نیول کېږي، شکنجه کېږي او اساسي بشري حقونه یې په څرګنده له پامه غورځول کېږي چې دا هرڅه اوس نو د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا په افغانستان کې د ورځې دود او دستور دی.

د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا ټینګار کوي، چې د طالبانو دا اقدامات د بشريت پر ضد له جنایتونو سره انډول کېدای شي.

په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور. March 26, 2022,
په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور. March 26, 2022,

په پیغام کې پر نړیوالې ټولنې غږ شوی، چې د طالبانو پر وړاندې ودرېږي او اقدام وکړي.

ازادي راډیو په دې اړه د طالبانو د حکومت دریځ وپوښت، خو د دې راپور د جوړېدو تر وخته مو د دوی ځواب ترلاسه نه کړ مګر د طالبانو ویندویانو له دې مخکې په وار وار ویلي، د افغان ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په تېره غبرګولي میاشت کې په یوه تفصیلي راپور کې هم ویلي و، چې طالبان د هغه څه په خاطر چې دې سازمان احتمالي بشري جنایات بللي وو، باید مسوول وبلل شي.

په راپور کې ویل شوي و، چې په افغانستان کې ښځې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره سوله ییزو مظاهرو ته نه پرېښودل کېږي.

په هغه راپور کې د ښځو د حجاب په اړه د طالبانو پر پالیسۍ هم انتقاد شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG