د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

ګالپ: د نړۍ په کچه ۹۸ سلنه افغانان له هر چا ډېر رنځ سره مخ دي


د طالبانو له خوا پر زده کړو د بندیز له کبله د کابل یوه زده کوونکې اوښکې تویوي. Kabul on March 21, 2023
د طالبانو له خوا پر زده کړو د بندیز له کبله د کابل یوه زده کوونکې اوښکې تویوي. Kabul on March 21, 2023

د ګالپ موسسې یوه تازه نظرپوښتنه ښيي، چې ۹۸ سلنه افغانان احساس کوي چې په نړۍ کې له هر چا ډېر له رنځ سره مخ دي.

د ګالپ نړیوالې موسسې تازه موندنې ښیي، وروسته له هغې، چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د افغانانو ژوند د تېرې یوې لسیزې په پرتله بد او خورا ستونزمن شوی.

ګالپ خپله نظر پوښتنه په ۲۰۲۲ کال کې په ۱۴۲ هېوادونو کې له ۱۴۷ زره کسانو سره د مرکو پر بنسټ برابره کړې او په دې مرکو کې له خلکو د هغوی د احساساتو په اړه پوښتل شوي دي.

د ګالپ د معلوماتو له مخې، ۹۸ سلنه افغانان احساس کوي، چې په نړۍ کې له هر چا ډېر له رنځ سره مخ دي.

په دغه نظر پوښتنه کې ویل شوي، د طالبانو له واکمنۍ وړاندې ۹۴ سلنه افغانانو خپل ژوند ناخوښ او له خپګان ډک بللي و، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه سلنه ۹۸ ته پورته شوې.

د ګالپ نظر پوښتنه کې افغانستان د تېر ۲۰۱۷ کال راهیسې د هغه هېوادونو په سر کې دی چې خلک یې په سخت خپګان او غمجن حالت کې ژوند کوي.

د کابل یوه څنډه کې ټکسي چلوونکی. April 25, 2023
د کابل یوه څنډه کې ټکسي چلوونکی. April 25, 2023

نظر پوښتنه کې ګډون کوونکو ډېری افغانانو ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې "له کوم څه خوند نه دی اخیستی، کوم نوي څه یې نه دي زده کړي او ښه احساس یې نه دی لرلی."

ګالپ په خپلې دې نظرپوښتنه کې افغانستان ته ۳۴ امتیازه ورکړي، چې په نړۍ کې د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو ټیټ امتیاز دی.

د ګالپ د موندنو پر بنسټ، په ۲۰۲۲ کال ډېری افغانانو له خپل ژونده په هېڅ ډول خوند نه دی اخیستی او هره چاره یې له روحي فشار سره مخ وه.

دا نظر پوښتنه په داسې حال کې خپرېږي، چې یو شمېر افغانان بیا د دغو ټولو حالاتو اصلي عوامل سیاسي او اقتصادي ستونزې په ګوته کوي.

په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

د کابل ښار یو اوسېدونکی مبین وايي: "سره له دې چې د راتلونکې لپاره یو شمېر افغانان هیله من دي، خو په ټولنیز چاپیریال باندې حاکم حالت افغانان له هر څه خوابدي کړي. بې کاري، د پيسو نه شتون او ورسره ځینې نورې خبرې د دې لامل شوي چې افغانان په روحي ستونزو اخته شي."

د بغلان ولایت اوسېدونکی جاوېد بیا د واکمن نظام وروستي فشارونه او بې پروایانې د خپګان او روحي فشار اصلي عوامل په ګوته کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "انسانان هغه وخت رواني فشار پیدا کوي، چې مشکلات پرې ډېر وي. په افغانستان کې وروستۍ جګړې خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا کړې، خو له تېرو دوو کلونو راهیسې د حکومت بدلون او اسلامي امارت واکمنېدو پر خلکو ځینې فشارونه راوړل او له دوی څخه یې ازادي واخیسته، دا هر څه په انسان فشار راوړي."

له معترضو ښځو سره د طالبانو د چلند انځور. Kabul, Afghanistan, December 28, 2021
له معترضو ښځو سره د طالبانو د چلند انځور. Kabul, Afghanistan, December 28, 2021

سره له دې، چې د طالبانو حکومت د ګالوب د تازه نظر پوښتنې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې د دې راپور تر خپرېدو ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې په افغانستان کې د افغانانو لپاره د ښه او ارامه ژوند د برابرولو ژمنه کړې ده.

ګالپ له دې وړاندې په ۲۰۲۱ کال کې هم یوه نظر پوښتنه خپره کړې وه، چې په هغې کې یې د افغانانو د اندېښنو، فشار او خپګان کچه لوړه ښودلې وه.

ګالپ ویلي وو، له کله چې د دې موسسې د سروې ګانو لړۍ پیل شوې، تر اوسه د نړۍ د بل هېڅ هېواد وګړو دومره ډېر د اندېښنې احساس نه‌دی کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG