د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

سروې: افغانان د نړۍ پر مخ تر ټولو نا خوښ او غمجن خلک دي


يو شمېر افغانان چې اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله زوريږي.
يو شمېر افغانان چې اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله زوريږي.

په یوه نوې سروې کې چې د ګالوپ نړیوالې موسسې ترسره کړې، افغانان په نړۍ کې تر ټولو نا خوښ یا غمجن خلک بلل شوي دي.

سیاسي او اقتصادي بې ثباتي هغه عمده لاملونه بلل شوي چې د خلکو رواني روغتیا یې متاثره کړې ده.

ګالوپ ویلي، په ټوله نړۍ کې تېر کال ناخوښي زیاته شوې، ځکه چې نړۍ په ټوله کې پر یوه غمجن، ډېر اندېښمنوونکې اوفشار لرونکې ځای بدله شوې ده.

ګالوپ ویلي، د تېر۲۰۲۱ کال په سروې کې افغانستان او نورو هېوادونو چې د دې سروې د منفي تجربې په شاخص کې یې لوړې نمرې درلودې، په یو ډول له اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخامخ و چې دې مسلې یې د وګړو پر رواني روغتیا اغېز شیندلی دی.

افغانستان د ۵۹ نمرو په لرلو د دغه شاخص په سر کې دی او ورپسي لبنان دی چې ۵۸ نمرې یې وړي دي.

د ګالوپ د منفي تجربې شاخص، د خلکو په ورځني ژوند کې د خپګان، فشار، اندېښنې، غوسې او فزیکي درد تجربې اندازه شوي.

په شاخص کې لوړې نمرې په‌دې معنا دي چې ډېری نفوس یې دغه احساسات تجربه کوي.

لبنان په دې سروې کې دويم ځای خپل کړی دی.
لبنان په دې سروې کې دويم ځای خپل کړی دی.

ګالوپ د تېر کال په اړه دغه سروې داسې مهال کړې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم طالبان بیا په دې هېواد کې واک ته ورسېدل.

د ګالوپ په وینا د افغانانو احساساتي حالت د ګډ وډۍ او بې باورۍ ښکارندویي کوي.

اندېښنه، فشار او خپګان په افغانستان کې د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي او په ۲۰۲۱ کې په نړۍ کې تر ټولو لوړ و.

د دغې سروې له مخې په سلو کې اتیا افغانان اندېښمن وو، ۷۴ سلنه تر فشارلاندې او ۶۱ سلنه یې غمجن وو.

افغانانو خپل ژوند ډېر تریخ بللی او هغه یې د صفر او لسو نمرو ترمنخ ۲،۴ درجه بندي کړی دی.

د دې درجه بندۍ صفر یې تر ټولو بد او لس یې تر ټولو ښه دی.

ګالوپ ویلي، له کله چې د دې موسسې د سروې ګانو لړۍ پیل شوې، تر اوسه د نړۍ د بل هیڅ هېواد وګړو دومره د اندېښنې احساس نه‌دی کړی.

XS
SM
MD
LG