د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

۹ سلنه افغانان د ځان وژلو په اړه فکر کوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي، د ځان وژنې د افکارو لوړه کچه، د هېواد په جنوب په ځانګړي ډول د دې سیمو په ښځو کې، لیدل شوې ده.

د دغه وزارت د رواني روغتیا د برخې مسؤل بشیر سروري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې رواني ناروغۍ، کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې، نا علاجه ناروغۍ او داسې نورې ستونزې هغه موارد دي چې خلکو ته رواني زیان رسوي او ځان وژنې ته‌یې اړ باسي.

ده په دې اړه د ترسره شوې سروې له مخې وویل چې په افغانانو کې د ځان وژنې افکار ۹،۵ سلنه دي.

په دغه ناروغۍ اخته زیاته برخه‌یې مېرمنې دي.
په دغه ناروغۍ اخته زیاته برخه‌یې مېرمنې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په خلکو کې د ځان وژنې افکار شااوخوا ۹،۵ دي چې لوړه کچه‌يې په جنوبي او ټیټه کچه‌یې په شمالي ولایتونو کې ده، دا افکار په ټولو ډلو کې شته، خو ډېری یې په ځوانانو او په تېره په ښځو کې لیدل شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د سنبلې ۱۹مه چې د سپټمبر له ۱۰ نېټې سره برابره ده، د ځان وژنې د وقايې نړیواله ورځ ده او په ټوله نړۍ کې د ځان وژنې د افکارو پر ضد د مبارزې او په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي په هدف، لمانځل کېږي.

د نړیوالو شمېرو له مخې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له‌خوا وړاندې شوي ښيي چې په نړۍ کې په هره دقیقه کې دوه یا درې کسان ځانونه وژني.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي، دوی د دغې ستونزې د کموالي او مخنیوي لپاره په ۲۰۱۸ کال کې د ځان وژنې د وقايې ملي ستراتېژي تصویب کړې او نور وزارتونه به ورسره همکاري کوي.

خو د رواني چارو پوه شرف‌الدین عظیمي په هېواد کې د ځان وژنې د افکارو اندازه له وړاندې شوې شمېرې نه زیاته ګڼي.

ښاغلی عظیمي زیاتوي:

"دغه سروې چې د عامې روغتیا وزارت‌یې په اړه خبرې کوي، شمېرې یې کره نه‌دي، دوی د روږدو په اړه ویلي چې ۵ میلیونه روږدي لرو او ځان وژنه په‌کې لیدل کېږي او همدا شان‌یې ویلي و چې یو نیم میلیونه کسان په ژور خپګان اخته دي، واضح ده څوک په ناروغتیا اخته وي، هرومرو ځان وژني او دغه وزارت هم ویلي وو چې له ۷۶ نه نیولې تر ۱۰۰ فیصدو پورې افغانان له ستونزو او اختلالاتو کړېږي، په دغو اختلالاتو کې د ځان وژنې موارد هم لیدل کېږي."

سربېره پر دې دیني عالمان وايي، ځان وژنه په اسلام کې حرامه او لویه ګناه ده او د انسان د ستونزو له هوارولو سره هېڅ مرسته نه‌شي کولای.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د ځان وژنې افکار ځانګړې درملنه نه‌لري، خو د ځینو کړنلارو لکه د رواني او ټولنیزو مشورو له لارې، د وقايې وړ دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG