د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

طالبانو بیا کندهار کې د کډوالو چارو موسسې پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ولګاوه


په کندهار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ یوه کارکوونکې بې وزلو سره د مرستې پر مهال. 2022.12.12
په کندهار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ یوه کارکوونکې بې وزلو سره د مرستې پر مهال. 2022.12.12

طالبانو په کندهار کې د کډوالو د چارو په موسسه کې ښځینه کارکوونکو ته امر کړی، چې نور کار ونه کړي.

په دغه ولایت کې طالبانو نږدې دوې اوونۍ مخکې ښځینه کارکوونکو ته له څه باندې اووه میاشتي بندیز وروسته په موسسو کې د کار کولو اجازه ورکړې وه.

د طالبانو چارواکو په کندهار ولایت کې په یوه لیک کې څرګنده کړې ده، چې ټولې هغه همکارې موسسې چې د سپین بولدک د کډوالو او راستنېدونکو چارو له ریاست سره کار کوي باید له خپلو ښځینه همکارانو وغواړي، چې تر ثاني امر پورې دې په کورونو کې ایسارې شي.

د دې بندیز په اړه خپور شوی لیک رویټرز اژانس ترلاسه کړی او په کندهار کې د طالبانو یوه ویاند هم دې اژانس ته دا خبره تایید کړې ده.

په سپین بولدک کې د طالبانو له لورې پر ښځینه کارکوونکو دا بندیز د دې سربېره اعلان شوی، چې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا وویل، چې د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو امکانات تقریباً له منځه وړي.

د یوناما مشره روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته د وینا پرمهال
د یوناما مشره روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته د وینا پرمهال

هغې وویل: "د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره په منظمو بحثونو کې زه د هغو خنډونو په اړه په ډاګه غږېږم چې دوی ځان ته د فرمانونو او لګول شویو محدودیتونو له کبله رامنځته کړي دي، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر ضد موږ دوی ته څرګنده کړه چې تر هغو چې دا فرمانونه په خپل ځای وي دا تقریباً له امکانه وتلې خبره ده، چې حکومت یې د نړیوالې ټولنې د غړیو هېوادونو له خوا په رسمیت وپېژندل شي."

اوتونبایوا: د محدودونکو فرمانونو په شتون کې د طالبانو رسمیت پېژندنه امکان نه لري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:30 0:00

په کندهار کې د طالبانو د کډوالو د چارو ریاست په خپل نوي خپاره کړي لیک کې ویلي، چې په سپین بولدک کې د کډوالو د چارو موسسې هغه اصول مات کړي، چې دوی یې غوښتنه کوي.

طالبانو په کندهار کې د ناروې د کډوالو د شورا له مشر یان ایګلنډ سره تېره میاشت موافقه کړې وه، چې ښځینه کارکوونکې به په مرستندویه موسسو کې کار کوي.

ایګلنډ د غبرګولي په پنځلسمه په ټویټر کې لیکلي وو، چې ښځینه مرستندویه کارکوونکو په کندهار کې کار پیل کړ.

د ناروې د کډوالو شورا د طالبانو د نوي بندیز په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر یوه ویاند ویلي، چې دوی ته لارښوونې معلومې دي او په دې برخه کې باید وضاحت ورکړل شي چې ولې پر ښځینه کارکوونکو بندیز لګول شوی دی.

په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي یوه ښځینه کارکوونکې د اړمنو ښځو د ثبت او راجستر پر مهال. 2022-08-30
په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي یوه ښځینه کارکوونکې د اړمنو ښځو د ثبت او راجستر پر مهال. 2022-08-30

د رویټرز اژانس په وینا، طالبانو لیک د مرستندویه ادارو عملیاتي چارې متاثره کوي او د دې موسسو دا نیت دی، چې د بشري ناورین پر مهال مرستې تر اړمنو کسانو پورې ورسوي، خو ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري، چې د ملګرو ملتونو له منشور سره سم د ښځو په شمول له ټولو سره مرسته وکړي.

طالبانو له نړیوالو سره نږې اووه میاشتې مخکې ژمنه کړې وه، چې دوی به په موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار لپاره اصول او لایحه جوړه کړي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG