د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

په افغانستان کې د ښوونیزو موسسو د فعالیتونو بندېدو اندېښنې رامنځته کړي


په ننګرهار کې د یونېسف له لوري تمویلېدونکی یو محلي ښوونځی. February 25, 2021
په ننګرهار کې د یونېسف له لوري تمویلېدونکی یو محلي ښوونځی. February 25, 2021

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د فعالو نادولتي سازمانونو د فعالیت د بندېدو د راپورونو په اړه اندېښنه وښوده.

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف پرون وویل، ممکن د طالبانو حکومت هغه نړیوال سازمانونه چې په کلیوالي ټولګي کې افغان ماشومانو ته زده کړې ورکوي له فعالیته منع کړي د دغه سازمان ویاند وايي، که دا کار وشي دا به د شاه تګ پر لور یو بل ګام وي چې افغانستان ورسره مخ کېږي.

سټیفن دوجارېک تېره ورځ ناوخته په یو خبري کنفرانس کې د طالبانو دا پرېکړه اندېښمنونکې وبلله او ویې ویل چې په کابل کې د دوی همکاران د طالبانو له حکومت سره خبرې کوي، څو پوه شي چې هغوی څه پلان لري.

نوموړي وويل: "که دا کار وشي، دا به د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو او ځوانانو او په ټوله کې د افغانستان د راتلونکي لپاره یو وېروونکی ګام وي. په کابل کې زموږ همکاران له سرپرست چارواکو سره په خبرو دي، هڅه کوو معلومه کړو چې دقیقاً پلان څه دی. موږ کوم رسمي یا کتبي څه نه لرو."

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجارېک
د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجارېک

نوموړي یو ځل بیا د زده کړو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: "غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې طالبان د ماشومانو او لویانو لپاره د زده کړو لاسرسی تضمینوي."

تېره ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وویل، د طالبانو حکومت ښايي د هغو نړیوالو موسسو پر فعالیت بندیز ولګوي چې له زده کړو محرومو افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي.

يادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، که د طالبانو حکومت دا پرېکړه عملي کړي نو له امله به یې د نیم میلیون زده کوونکو چې ۳۰۰ زره یې نجونې دي د زده کړو فرصت له خطر سره مخ شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یونېسف ویلي، د هغو راپورونو په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه کوي چې پر بنسټ یې ویل کېږي چې طالب مشران نه‌غواړي بهرنۍ موسسې په مستقیم ډول د پوهنې په سکتور کې ښکېلې وې.

یونېسف د ۱۵ افغان او ۱۲ نړیوالو ناحکومتي موسسو په همکارۍ د افغانستان په وروسته پاتې او لیرې پرتو سیمو کې ۲۱ زره کلیوالي ټولګي جوړ کړي دي.

دا ټولګي په هغو سیمو کې چې ښوونځي په‌کې نه‌شته، د خلکو په کورونو یا دېرو کې جوړ شوي او په کې د شپږو او ۱۳ کلونو ترمنځ عمر لرونکو افغان ماشومانو 'نجونو او هلکانو' ته د پوهنې د وزارت د نصاب کتابونه تدریس کېږي.

ویل کېږي طالبان غواړي چې دا کلیوالي ښوونځي کورنیو مرستندویو ډلو ته وسپارل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د طالبانو حکومت په هلمند او کندهار کې ۱۵۰۰ سیمه ییز ټولګي تړلي دي چې تر دې دمه نه دي خلاص شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د کلیوالو ښوونځیو د فعالیت د ممکنه بندېدو په اړه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو مشر ملاهبت الله د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د پوهنې له رییسانو سره په کندهار کې کتلي دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان مرستیاله هیدر بار وايي، ملګري ملتونه په افغانستان کې له سترو ستونزو سره مخامخ دي.

اغلې بار تېره ورځ په خپل ټویټر لیکلي چې د ملګروملتو ادارو د ښځو پر کار د بندیز په ګډون د طالبانو د غوښتنو په وړاندې نااصولي امتیازونو ته د غاړې اېښودو په خاطر اوس خپل پروګرامونه د هغوی له لا ډېرو حملو سره مخامخ کړي دي.

طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې د نجونو په منځنیو او د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې د دوی پر لوړ زده کړو بندیز لګولی دی.

دا بندیزونه په کور دننه او نړیواله کچه په پراخ ډول غندل شوي، خو طالبانو سربېره پر دې چې خپلې پرېکړې یې بېرته نه دي اخیستي لا یې سختې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG