د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په افغانستان کې نږدې ۴۰ سلنه نجونې له ۱۸کلنۍ څخه مخکې واده کوي.
۳۴کلنه صنم کبيري چې د کندز ولايت اوسېدونکې ده او درې ماشومان لري، ازادي راډيو ته يې وويل، هغه مهال چې هېڅ د واده په معنا نه پوهېده، کورنۍ واده کړه.
صنم وايي: "زه په داسې يوې کورنۍ کې لويه شوم، چې پلار او مور مې دواړه نالوستي وو، په ټوليزه توګه ويل کېده، چې نجلۍ پېغله شي، بايد واده وکړي، دې خبرې ته يې پام نه کاوه، چې په کومې کورنۍ کې مې چې لور ودېږي ۱۵ يا ۲۰کسيزه ده او ايا زما لور د دې لويې کورنۍ له عهدې راوتی شي که نه؟ شپاړلس کلنه وم چې واده مې وکړ، له ځان او ټولنې خبره نه وم، ډېره خوشحاله وم، چې نوې جامې اغوندم او يوه خوشحاله شپه به ولرو."
صنم پنځه خويندې لرې او په خبره يې ټولې د کمعمره ودونو قرباني شوي دي.
هغې د خپلې يوې خور د واده په هکله ازادي راډيو ته وويل: "يوه خور مې زما نه وړه او ۱۵کلنه وه، هغه يې يوه سپين ږيري ته واده کړه چې ۷ ماشومان يې درلودل او له يو نيم کال وروسته، د هغې د بنې زوی زما خور ووژله، هغې يو ماشوم درلود او د ۶ مياشتو امېندواره وه، زما د خور مېړه يې هم وواژه او زما مور چې هغوی کره مېلمنه تللې وه، هغه يې هم ووژله، يعنې په يوه ورځ کې زمونږ د کورنۍ درې کسان شهيدان شول."
صنم د کورنيو ترمنځ ناوړه دود او کلتور او د سواد د کچې ټيټوالی د دې کار لامل بولي او له نورو کورنيو غواړي، چې د خپلو لوڼو د ژوند شريک د ټاکلو حق دې ورکړي.
په همدې حال کې زرغونه ولي چې د کمعمره ودونو د مخنیوي په برخه کې فعالیت کوي، ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې د کمعمر ودونه اوږده سابقه لري، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته او په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې محدوديتونه د دې لامل شوي، چې د کمعمره او اجباري ودونو خطر ډېر شي.
نوموړې زياته کړه: "په افغانستان کې د کمعمر ودونه ډېره سابقه لري، چې دود او کلتور په دې کې خپل رول لوبولی دی. کله چې نجونې په کمعمر کې ودېږي، له تاوتريخوالي سره مخ کېږي، چې دا نه یوازې د دوی په روح او روان بد اغېز لري، بلکې له ټولنې څخه هم ګوښه کېږي. د طالبانو د بيا ځلې واکمنېدو وروسته په نجونو محدوديتونه ډېر شوي، چې ورسره دا مسئله هم ډېره شوې ده او پېغلې نجونې په زور ودونو ته اړ ايستل کېږي، ځکه ښوونځي او پوهنتونونه د هغوی پر مخ تړل شوي او له ټولنې څخه ګوښه کېدل په پېغلو نجونو او کورنيو ډېر تاثیر لري."
د ازادي راډیو وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ادارې، په ۱۴۰۱ کال کې د څو شاخصونو کلستر په سروې کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف په همکارۍ او مالي ملاتړ ترسره شوې، ويل شوي چې ۳۸.۹ سلنه نجونې چې له ۱۸ کلونو کمعمر لري متاهلې دي.
د دې سروې له مخې په هلمند او هرات کې تر ټولو زيات د کمعمر ودونه ۵۲.۲ سلنه او په کابل کې ۲۷.۶ سلنه ده، چې اوسمهال د دغو ښځو عمرونه د ۲۰ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي، له ۲۰ تر ۲۹ کلنو ښځو کې ۹،۶ سلنه یې په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې دي.
د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ادارې دا هم لیکلي چې، د ښځو تر منځ د کمعمره ودونو کچه په کلیو کې ۴۰.۹ سلنه او په ښارونو کې ۳۳.۳سلنه ده.
دا سروې په داسې حال کې ترسره شوې چې ښځې په افغانستان کې له خپلو اساسي حقونو لکه زدهکړې، کار، له محرم پرته تګ راتګ، پارکونو او لوبغالو ته له تګ څخه منع شوي دي، چې د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې دې کار د جبري او د کمعمره نجونو د ودونو زمینه برابره کړې ده.