د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

وردګ: تېره یوه نیمه میاشت کې د ناموسي وژنو ۳۰ پېښې ثبت شوي


د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد په اتو ولایتونو کې په تېره یوه نیمه میاشت کې د ناموسي وژنو ۳۰ بېلابېلې پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ ازادي راډیو سره په خبرو کې یاده موضوع د اندېښنې وړ وبلله او له امنیتي مسؤلینو يې غوښتنه وکړه چې د دا شان پېښو د عاملینو په نیولو او سزا ورکولو کې لاس په کار شي.

اغلې وردګ زیاته کړه:

"له بده مرغه د قوس تر وروستیو او د دلوې تر لومړیو پورې موږ له اتو ولایتونو څخه د قتل ۳۰ پېښې درلودې چې دا زموږ لپاره یو ناوړه خبر دی او زیاتره‌يې ناموسي وژنې وې، یا دا چې پلار یا ورور د قتل لامل ګرځېدلی دی."

مېرمن وردګ وویل، ښايي د ناموسي وژنو شمېرې له دې لوړې وي خو د هغې په خبره زیاتره دغه ډول پېښې پټې پاتې کېږي.

د ښځو چارو وزارت د دا شان ډول پېښو علت له قانونه د خلکو ناخبري، عاملینو ته د سزا نه‌ورکول، د ټولنې ناوړه دودونه، فقر، بې‎سوادي او د یادې موضوع د حل لپاره د یوې سیاسي ارادې نه‎شتون په ګوته کوي.

افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زور زیاتۍ پېښې یوازې ناموسي وژنې نه‌دي بلکې لسګونه نورې داسې ناوړه پېښې شته چې ګوته ورته نیول کېدای شي.

وهل ټکول، په کم عمر کې ودونه، له بېلابېلو حقونو څخه محرومیت، جنسي ځورونې او د ښځو پر وړاندې یو شمېر نورې پېښې هغه څه دي چې د افغانستان مېرمنې ورسره لاس او ګرېوان دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره ثریا صبحرنګ د ناموسي وژنو تر څنګ جبري ودونه او د مېرمنو په وړاندې یو شمېر نورې جدي مسئلې د اندېښنې وړ بولي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره ثریا صبحرنګ
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره ثریا صبحرنګ

نوموړې وايي:

"له بده مرغه له ناموسي وژنو سره په خوا کې چې ډېر په اسانۍ سره ښځه او لور په‌کې له‌منځه وړل کېږي، بل‌خوا جبري ودونه او د ماشومانو ودول هم مخ په ډېرېدو دي چې واقعاً موږ یې اندېښمن کړي یو."

په‎ داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي او د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب برخو کې لسګونه بېلابېلې ټولنې کار کوي خو د مسؤلینو په وینا لا هم په‎ دغه هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې جدي ستونزه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، پولیس د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د مخنیوي برخه کې جدي دی او د ناموسي وژنو د عاملینو د نیولو لپاره له هرې ممکنه لارې کار اخلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

ښاغلی صدیقي وايي:

"هر وخت چې دا قضیې رامنځته شوي دي پولیسو ډېر جدي او قانوني چلند کړی او زموږ هیله دا ده چې د ښځو چارو وزارت ریاستونه چې په ولایتونو کې دي د پولیسو سره دې له نېږدې او په ګډه سره کار وکړي، تر څو وکولای شو د دغه ډول پېښو عاملین تر قانوني چلند لاندې ونیسو او دوی خپله سزا باید وویني."

د ښځو د حقونو مدافعین وايي، که د ناموسي وژنو عاملین ونه‌نیول شي او په علني ډول په سزا محکوم نه‌شي نو د ښځو په وړاندې به د تاوتریخوالي دا شان پېښې نورې هم زیاتې شي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې افغان دولت باید د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې جدي ونیسي او په مخنیوي کې یې هم لازم اقدامات وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG