د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د مارچ ۸مه؛ پکتیا کې سږ د تېر کال پرتله ښځو سره تاوتریخوالی زیات شوی


پکتیا کې د ۸م مارچ نمانځنې په پار د مېرمنو جوړه شوې غونډه
پکتیا کې د ۸م مارچ نمانځنې په پار د مېرمنو جوړه شوې غونډه

د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ په پکتیا کې هم د ښځو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د پکتیا د ښځو چارو ریاست وایي، د تېرکال پرتله سږکال له دوی سره د تاوتریخوالي د قضیو په ثبت کې زیاتوالی راغلی.

په دې غونډه کې د ښځو چارو رئیسې نسرین اوریاخېل وویل چې د دې پېښو د ثبت د زیاتیدو یو لامل د پکتیا د مرکز ګردېز په ګډون په ولسوالیو کې د عامه پوهاوي د کچې زیاتوالی دی چې مېرمنې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د دې ولایت رسمي ادارو ته تګ زیات کړی.

په پکتیا کې هم د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه
په پکتیا کې هم د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

نوموړې وايي، د نورو ادارو پرته یوازې له ښځو چارو ریاست سره په تېرکال کې رسمي اته پېښې ثبت شوي، خو سږکال یې شمېر تر لسو رسیدلی او په خبره یې لسګونه نورې پېښې یې په غیر رسمي ډول حل او فصل کړي دي.

وهل ټکول، د خوښې پرته په زور ودونه، لوړ ولور، په کم عمر کې د نجونو ودول، ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل، د میراث او مالکیت حق نه ورکول، په چارو کې د ښځو نظر نه اخېستل او د تاوتریخوالي یو شمېر نور هغه ډولونه دي چې پکتیا کې دا مهال نجونې او مېرمنې ورسره مخامخې دي.

کلتوري او امنیتي ستونزې او د عامه پوهاوي کموالی په پکتیا کې هغه ستونزې بلل کېږي چې لاهم ګڼې نجونې او مېرمنې په کې له خپلو حقونو بې برخې دي.

د یادونې وړ ده چې پکتیا کې د مارچ اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په موخه د جوړې شوې غونډې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس کېږي او د نجونو دا کار چې د هېواد د ملي بیرغ ټکري یې په سر دي، ډېر ستایل شوی.

XS
SM
MD
LG