د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

شمس: خوست، پکتیا او پکتیکا کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳۴ قضیې ثبت شوي


د پکتیا په ګردېز کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سیمه‎ییز دفتر چارواکي وايي چې د روان لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۳۴ قضیې ثبت شوې دي.

د دوی په وینا پروسږ کال په سوېل ختیځو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ۲۶۶ وې چې یادو ارقامو ته په کتو ۶۸ پېښې تر اوسه د تېر کال له پېښو زیاتې شوې دي.

د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» په خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې د لمانځنې په څنډه کې د ګردېز د بشري حقونو د دفتر کارکوونکې زرمینې شمس د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۱ پېښې په پکتیا، ۴۲ په پکتیکا او ۲۱۱ پېښې په خوست کې ثبت شوې دي.

د نوموړې په وینا یادو پېښو کې ۱۹۱ د زهري موادو د خوراک، ۱۵ د ټپي کېدو، ۳۵ د وهلو ټکولو، ۲۷ د قتل او ناموسي وژنې، ۴۱ د تاوتریخوالي همدارنګه د کوره شړل، جبري ودونه، په لږ عمر کې ودول، ځان‎وژنې او نورې پېښې شاملې دي.

د بشري حقونو د دفتر کارکوونکې زرمینه شمس
د بشري حقونو د دفتر کارکوونکې زرمینه شمس

زرمینه شمس زیاتوي:

"پروسږ کال مو د ۲۶۶ پېښو ارقام درلودل او سږ کال ۳۳۴ واقعې دي، نو سږ کال تقریباً ۳۰ سلنه ارقام ډېروالی ښيي."

زرمینه شمس وايي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ارقام او پېښې يې له روغتونونو، عدلي، قضايي او حقوقي ادارو، د پولیسو له اړوندو شعباتو او ښځو چارو له ریاستونو څخه راغونډ کړي دي.

په سوېل ختیځو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي.

نوموړې فقر، نا امني او د پوهې د کچې ټيټوالی د تاوتریخوالي د لاملونو په توګه یادوي او وايي چې په اطرافي سیمو کې ډېری ښځې د خپلو حقونو په اړه معلومات نه‎لري.

اغلې شمس وړاندې وايي:

"په لیرې پرتو سیمو کې اصلاً ښځې په‎دې نه‌پوهېږي چې دوی څه حقوق لري او موږ د قضیو د تعقیب لپاره د امنیتي اندېښنو له کبله نه‌شو تللی. دا ډېر کم ارقام دي چې زموږ لاسته راځي، ډېر اعداد او ارقام خو په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې دي."

مدني فعاله زینب افغان
مدني فعاله زینب افغان

د ښځو د حقونو فعالان وايي چې ځیني ناسم دودونه او د ګډ ژوند په انتخاب کې ډېر کله د پېغلې او ځوان د رضایت نه‌اخیستل د دوی ترمنځ د بېلابېلو ستونزو لامل ګرځي.

مدني فعاله زینب افغان همدې ستونزې ته اشاره کوي او زیاتوي چې دیني عالمان او رسنۍ کولای شي، په دې برخه کې د خلکو ذهنونه روښانه کړي او دوی په ضروري مسایلو وپوهوي.

د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګونی
د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګونی

بل‎خوا د خوست مرستیال والي شیر بادشاه ارګوني وايي چې په یاد ولایت کې د ښځو لپاره د تعلیم او روغتیا په ګډون په نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې شوي او دوی هیله‌مند دي چې ښځو ته به د کار او ژوند لا نور ښه شرایط برابر کړي.

یاده دې وي، په ګردېز کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسؤلین داسې مهال په سوېل ختیځو سیمو په ځانګړي ډول خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د ډېرېدو خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د یاد ولایت د ښځو چارو ریاست چارواکو د هغو ښځو شمېر کم بللی وو چې د تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو لپاره یادې ادارې ته ورغلې وې.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG