د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د ارزګان مرکز ترینکوټ کې ښځینه زندان پرانیستل شو


د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» ناوخته د هغه ښځو لپاره چې مجرمې وې، زندان پرانیستل شو.

په ترینکوټ کې پر داسې مهال د ښځو لپاره زندان پرانیستل کېږي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی.

د ارزګان د مرکزي زندان مسؤل سمونوال عبدالولي ساپی وايي، ښځینه زندان په ځانګړې بودجه او ځانکړي ځای کې نه‎دی جوړ شوی او یوازې د نارینه‎وو په زندان کې یوه خونه د ښځو لپاره بېله شوې چې ساتنه‌يې هم نارینه پولیس کوي او بل دا چې په دغه زندان کې اوس یوازې دوه مېرمنې شته.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په دغه ولایت کې مجرمې ښځې د قومي مشرانو او ښځینه پولیسو په کورونو کې ساتل کېدې.

په دغه ولایت کې د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري د یاد زندان د پرانیستنې پر مهال ازادي راډیو وویل چې د دې زندان په پرانیستو به د هغه ښځو په وړاندې ستونزې کمې شي چې په حبس محکومېږي.

د ارزګان مرکزي زندان
د ارزګان مرکزي زندان

ښاغلي عمري وویل:

"موږ مخکې ښځینه زندان نه‌درلود چې له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو اوس موږ وتوانېدو چې د ښځو لپاره زندان پرانیزو."

که څه هم دغه ښځینه زندانیانې له نارینه‎وو زندانیانو سره په یو زندان کې ساتل کېږي، خو د دغه زندان مسؤلین خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دغه زنداني ښځو څخه به پوره ساتنه کوي.

د یاد زندان مسؤل سمونوال عبدالولي ساپي ازادي راډ‌يو ته داسې وویل:

"زه د ارزګان ولایت ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم چې له دغه ښځینه زندانه پوره ساتنه کوم او ان‌شاءالله کومه ستونزه به نه‎وي او داسې فکر دې وکړي چې د دوی کور دی."

په ورته وخت کې هغه زندانیان چې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د ښځینه پولیسو په کور کې ساتل کېدې وايي چې د یاد زندان په پرانیستو سره‌یې خپل ژوند ته تمه پیدا شوه.

یوې زنداني ښځې چې له نوم اخیستو يې ډډه کوله ازادي راډيو ته وویل:

"مخکې چې زه په کوم کور کې ساتل کېدم، هلته مې امنیت خوندي نه‌و، وېرېدلم چې څوک به راشي او حلاله به مې کړي، ځکه مخکې زندان نه‌و او موږ د پولیسو په کور کې ساتل کېدو، اوس خوشحاله یو."

د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې لا هم د هغه مېرمنو لپاره چې د تاوتریخوالي قرباني وې، د امن کور نه‌شته او د تورو تمبو شا ته پرتې دي چې شپه ورځ ورباندې ظلمونه کېږي او د ځان لپاره د امن کور نه‌شي پیدا کولای.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG