د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

ارزګان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنې


ارزګان کې د بشري حقونو د څار ډله او ښځینه مدني فعالانې وايي، په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او په خبره‌یې چې دولت‌یې باید غم وخوري.

دوی پر دولت غږ وکړ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي او عاملین‌يې د قانون منګولو ته وسپاري.

یادو فعالینو او د بشري حقونو مسؤلینو دغه خبرې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» له رسنيو سره په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې.

په ارزګان ولایت کې د بشري حقونو د سیمه‌ییز دفتر مسؤل عبدالشکور روستايي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی او دولت‌يې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

نوموړی وايي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ځکه زیات شوی چې په خبره‌يې، دغلته قانون پر خلکو نه‌پلی کېږي، فساد زیات شوی او مجرمین ازاد ګرځي، خو دولت ورته لاس تر زنې ناست دی.

ښاغلي روستايي وویل:

"په ارزګان ولایت کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او په تېرو څو میاشتو کې زموږ زیات شمېر خویندې د کورني تاوتریخوالي له کبله ووژل شوې، سرونه‌يې له تنه پرې شول او زندۍ شوي، خو دولت‌يې تر اوسه د یوې قاتل هم نه‌دی نیولی او بل دا چې په ډاډه زړه‌يې په بدو کې ورکوي او یا هم په کوچنيوالي کې ودېږي."

له دې سره ښځینه مدني فعالانو هم چې په یاد کنفرانس کې يې کډون کړی و، پر دولت غږ وکړ چې هغه کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري چې د ښځو په قتل کې لاس لري.

دوی وايي، که چېرې دولت دغسې لاس تر زنې ورته کېني، نو په دغه ولایت کې به نور هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شي.

مدني فعالې کلثوم کاکړ داسې وویل:

"زموږ له دولت څخه غوښتنه دا ده چې که غواړي دغلته مېرمنې له خپلو حقوقو څخه برخه‌منې شي، نو باید د ښځو پر وړاندې چې کومه قضیه رامنځته کېږي، هغه دې وڅېړل شي او بل دا چې څلور ورځې مخکې یوه خاوند د خپلې مېرمنې مرۍ پرې کړه، اول دولت باید دغه قضیه وڅېړي."

په دغه ولایت کې د بشري حقونو مسؤلین او مدني فعالانې دغه اندېښنې داسې مهال ښيي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې په تېرو دوه درېیو میاشتو کې شااوخوا پنځه مېرمنې د کورني تاوتریخوالي له کبله په مرموز ډول او یا هم په نورو لارو وژل شوي چې لا هم د هېڅ یوې مېرمنې قاتل نه‌دی نیول شوی او ټول ازاد ګرځي.

دغلته د ښځو چارو ځايي اداره هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی مني، خو وايي چې لامل‌يې نا امني او د مسؤلو کسانو نه‌لاس په کار کېدل دي.

د ښځو چارو رئیسې نجیبې میهزاد دغه‌راز پر عدلي او قضایي ارګانونو هم نیوکه وکړه چې د ښځو د تاوتریخوالي په وړاندې رښتینې مبارزه نه‌کوي.

نجیبه میهزاد

اغلې میهزاد وویل:

"موږ دا منو چې په ارزګان ولایت کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی، خو د دې لامل ناامني ده. یو شمېر ځوانان مو بې‌کاره دي او دغه‌راز په نشه‌یي توکو اخته دي او بل دا کله چې موږ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي یوه قضیه عدلي او قضایي ارګانونو ته ولېږو، خو دوی يې هېڅ نه‌څېړي."

د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې لا هم د هغو مېرمنو لپاره چې د تاوتریخوالي قرباني شوي، د امن کور نه‌شته او د تورو تمبو شاته پرتې دي چې شپه ورځ ورباندې ظلمونه کېږي او د ځان لپاره د امن کور نه‌شي پیدا کولای.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG