د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د نابالغو ناویګانو کیسه


یوې څېړنې ښودلې چې د نړۍ په سطح په هرو اوو ثانیو کې یوه تر قانوني سن کم عمره نجلۍ په زوره ودېږي.

د ملګرو ملتونو د یوه راپور پر اساس د هغو ۷۰۰ میلیونه انجونو څخه چې تر اتلس کلنۍ دمخه ودېږي ، ۲۵۰ زره یې تر پنځلسو کلونو هم کم عمر لري.

د ایران د ثبت احوال نفوس شمېري ښیې چې په هغه هېواد کې یوازي په تېر لمریز کال کې څه باندي ۳۷ زره نجونې تر ۱۵ کلنۍ دمخه واده شوي دي.

د ازادي راډیو د ایران څانګې فردا په ایران کې د یوې انجلۍ پر ژوند راپور جوړکړی چې په لس کلنی کې واده شوې وه.

په لومړي سر کې دا د مینتوب یوې جذابي کیسې په څیر ښکاري چې دوه ماشومان د ایران په یوه لېري پراته کلي کې په کوڅو کې د یو بل تر څنګ له لوبو سره لوېږي او بیا واده سره کوي.

خو لیلا چې کله له علي سره واده وکړ یوازې د لسو کلونو وه او علي د پنځلسو کلونو.

لیلا ددې اصلي نوم نه دی هغې په بدل نوم مرکه کړې او د ځای نوم یې هم نه دی ښودلی.

هغه اوس د ۲۲ کالو ده او د خپل واده کیسه داسې کوي:

"هغه مهال لس کلنه وم، دا زما لپاره انتخابي واده نه وو ځکه زه نیمه شپه بیده وم چې ګاونډیان مو راغله او حلقه یا چله یې زما په ګوته کړه، زما واده داسي وو، زه هیڅ نه پوهیدلم چې واده څه شی دی، کورنۍ څه ده، اوس زما دنده څه ده، زه هغه مهال بلوغ ته نه وم رسېدلې."

لیلا په دې قضیې کې یوازي نه ده، د دې په څیر په زرګونو نورې ماشومې ناویانې په ایران کې شته.

په دغه هېواد کې که مور او پلار غوښتي وي نجوني کولی شي په دیارلس کلنۍ کې په قانوني ډول واده وکړي او د هلکانو لپاره د واده قانوني کال ۱۵ کاله دي، خو نجونۍ تر دې په ښکته عمر کې هم ودیدای شي که چیرې قاضي اجازه ورکړي.

د ایران د ثبت احوال نفوس اداره وایي، په تېر لمریز کال کې په هغه هېواد کې ۳۷ زره نجوني تر قانوني سن دمخه واده شوي دي.

کېدای شي دا شمېره تر دې هم لوړه وي ځکه د راپورونو له مخې ډېری کورنۍ دا ډول ودونه نه راجستر کوي.

لیلا وایي، په ختیځ اذربایجان ولایت کې د دوی په کلي کې ډېری نجونې د مور او پلار لخوا په زوره ودېږي.

دا وایي، دا کار په دې معنی نه وو چې زه راضي وم:

"زه نه پوهېدم چې څه کوم، ډېره بېرېدلم په یاد مې دي زما لاسونه ریږدیدل، خو پنځلس کلن زوم داسې ښکاریدی چې ډاډه دی."

دا وایي، د واده محفل یې ډیر لږ په یاد دی او د یوې لوبي په شان وریادېږي، لیلا وایي، کله چې مراسم خلاص شوه دې غوښتل بېرته خپل کور ته ولاړه شي:

"احساس مې کاوه چې واده مې وکړ چله مې واخیستل د واده کالي مې واغوستل درسره ومې خندل ، مراسم خلاص شوه او ستاسو کور ته راغلم نو اوس لوبه خلاصه شوه بس ده نور، زه به سبا کور ته ولاړه شم له خپلې مور سره به د خیاطۍ کې مرسته وکړم ."

لیلا فکر کاوه چې لوبه خلاصه شوې خو لوبه نوې پیل شوې وه.

دا لوبه یوازي د لیلا د ژوند نه ده، د ما شومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسیف په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د نړۍ په سطح په هرو اوو ثانیو کې یوه نجلۍ تر قانوني سن په کم عمر کې په زوره ودېږي.

د ارواپوهنې متخصصین وایي، د لیلا په څېر ودنو پایله دا ده چې دا ډول نجونې به د ژوند تر اخره پوري په وېره کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG