د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

د کندهار ځینې بې‌کاره شوې مېرمنې په کورونو کې کار کوي


د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت

کندهار کې د ښځو د ځانګړي سوداګریز مارکېټ تر بندېدو وروسته ډېری مېرمنو د اولادونو د روزنې لپاره کورونو کې کار ته مخه کړې.

دغه مېرمنې وايي، د زياتو اړتیاو او کورنیو د ساتنې لپاره محبوره دي چې په کورونو کې دننه کار وکړي.

مېرمنې وايي، په کورونو کې ګټه کمه ده، که د طالبانو حکومت بېرته د ښځو د سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو اجازه ورکړي، نو د دوی اقتصاد به بیا وغوړېږي.

د ښځو سوداګریز مارکېټ په تېره جنوري میاشت کې د طالبانو د حکومت له‌خوا په مؤسسو کې د ښځو د کار تر بندیز وروسته وتړل شو.

ياد سوداګریز مارکېټ چې تر ډېره د ښځو د لاسي صنایعو اړوند توکو ته ځانګړی و، ټولې چارې يې د ښځو له‌خوا مخته وړل کېدلې او پېرېدونکې یې هم یوازې مېرمنې وې.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG